د مهجور شاعري

دا دحسن معرفت دے که سودا ده
دا زما فکر روښان دے که رڼا ده
د جمال ذوقه زما سترګو کښې خوږ شه
يو ښکلا د خپل ترکيبه هوېدا ده
د محمل آرزو مې سترګو کښې غړيږي
راځائے شوے مې په زړۀ کښې نن صحرا ده
هنګامه ده ستا دحسن خاموشو کښې
دا زما احساس بېدار دے که غوغاده
 يو ادراک يې په معنىٰ نه محيط کيږي
څۀ خبره د يار سترګو کښې ګويا ده
اوس د ذوق ظلم ته ټينګ شه اے مهجوره!
چې شودلې دې احساي ته تماشا ده
——————–

لکه سېورے له دېواله چې جُدا شم
په کم ذوق کښې بيا ددۀ په تن فناشم
کري کوريم که په کورشم رادننه
خپله حرم کښې هم په تاپسې صدا شم
د شبنم هسې په منډه ځم ديدن له
خو چې ګل ته مخامخ شم په زړا شم
چې مې وپوښتي د مينې د لاله نه
په جواب ورته خوره لکه صحرا شم
ستا د زلفو د يو توره نه خلاصېږم
په دې څۀ که په شپه لاړ او په شپه راشم

حسنه راشه په دا سترګو کښې چراغ شه
پخپل ډونډ پسې پخپله چې رڼا شم
زړۀ دې جمع په صحرا ساته مهجوره
لکه زرکه به تل ستا په غم ګواه شم


ما د چمن رنګونه ډېر وژړل
ما په هر رنګ غمونه ډېر وژړل
چې دې زرکې نوم پهع چغو اخلي
ما د خپل زړۀ دشتونه ډېر وژړل
چې خپل حال چاته وئيلے نشي
ما د اَينيو عکسونه ډېر وژړل
چې د ديدن نصيب مې نه ؤ پکښې
ما نيم کښو ورونه ډېر وژړل
چې يې اګاه شومه د زړۀ په تيرو
ما د چراغ اَهونه ډېر وژړل
چې د چمن نه دي وېزار مهجوره!
ما د صحرا ګلونه ډېر وژړل


چې تر خال د رسېدو لاره پيدا شوه

اوس اَسمان ته د ختو لاره پېدا شوه

چې ژړا ئې خدائ نصيب لکه بلبل کړه

او چمن ته د ورتلو لاره پېدا شوه

چې دې حسن ورته خور لکه صحرا شو

ستا په ما د لېونو لاره پېدا شوه

تورې رلفو يې خورې کړې خدائ دې خېر کړي

توره شپه شوله د غلو لاره پېدا شوه

چې مې شمع د زړه بله شوه روښانه

اوس د سترګو لګېدو لاره پېدا شوه

چې ريبار پکښې چرګه شولو مهجوره

محبت کښې د پښتو لاره پېدا شوه


ستا دا مينه يوسفر وي قافلې وي
ستا ترمخه راته جوړې فاصلې وي
ستا د خور اوربل سکاڼۀ سکاڼۀ خيالونه
 چې مې سترګو ته رارسي پخې شپې وي
چې ليکم څۀ په خزان د خپلې مينې
تر قلمه چې رارسي نو سپرلې وي
څۀ پېغام اَخلي زما له خوشو لارو
 تل نيم کښه ستا د سترګو دروازې وي
لاس تړلے تر زندانه مې څوک بيايي
 همېش وازې ستا د زلفو قېدخانې وي
د مهجور د مينې حال وګوره راشه
 چې يې ذکر کوي څوک نو افسانې وي
——————

مخ دياد هسې څرګند دے په حجاب کښې

نيم په ويښه ورته ګورم نيم په خواب کښې
هرسړے راته حېران خېرانه ګوري
څۀ خبره ده چې کيږي ستا په باب کښې
 کۀ زۀ ډېر ورته ګويا يم يار خاموش وي
آ خپل سوال وي راستننږي په جواب کښې
ستا دمخخ په رڼا بانګ د سحر وايم
 يو سرور د ګناه اخلمه ثواب کښې
 څۀ دې بود د خوشو لاروکړۀ مهجوره
 حقيقت دې جوړ موندلے دے سراب کښې

—————-

چې نظر مې و آسمان ته په پرواز دے
دا ولاړ څوک د شمشاد هسې دراز دے
تۀ څۀ تېره په دا لارشوې خاموش لبه
هر سړے مهر په خوله مکر دراز دے
هر نظر لکه هوسۍ دې په يو دو ده
 جوړ ساتلے دې په کور کښې تيراَنداز دے
 نن سلام يې دے په سرو کنګلو کړے
هر مېخوار مې له کوم کېفه سرفراز دے
 زړۀ يې خيژي کۀ په دوه ډډه ګوري
ميئن شوے چې مهجور په شان طراز دے
اوس ديدن له دې ليلٰى راځي مجنونه
چې هر خيال دې دصحرا محمل نواز دے

——————-

خود به درپسې وي د نظر مخه
کور د ننداره شوې د دلبرمخه
لار ده رنګونو ستا دحسن خيال
ګل اوله ګلزار ده ستا د درمخه
 ګرځم د خپل نور په رڼا تاپسې
 نيولے مې د شمس او د قمر مخه
خوب شوم د ښائست د اشنا سترګوکښې
 څۀ کړمه اوس زۀ به د سحر مخه
تېر شو د چا ياد ؤ لکه برق هسې
 وينم اوس په اوښکو د ګذار مخه
سرې شولې مهجوره د صحرا غرمې
 څاري د هجران د نوحه ګر مخه

———————–

د لېوني سترګو کښې څۀ خاندي
خيال د صحرا يې په باڼۀ خاندي
دا څۀ يقين دے د منزل راته
شوق د سفر مې په هر پلۀ خاندي
دا څۀ ذکر د زندان يې وشو
 هر لېونے چې ځي له زړۀ خاندي
ستا دسپين مخه د هر سحر له مخه
 هريو چراغ د مرګ  په خولۀ خاندي
دا کوم خوي لري ښائسته د زلفو
چې ښۀ خفه شي هومره ښۀ خاندي

—————–

چې مې تنده نه ماتيږي څۀ به کيږي
ساقي تاته خم ګرانيږي څۀ په کيږي
 که غم ستا دے خو د زړۀ وينې زما څښکي
پخپل کور راته توانيږي څۀ به کيږي
په صحرا مې دفرهاد د هجر ساندې
کۀ په زرکو نه اَرزيږي څۀ به کيږي
ستا د زلفو په ځنګل مې پړاؤ راغلو
 شپه په سرراته درنيږي څۀ به کيږي

 د مهجور د خيال د مهار دے چانيولے
هر طرف ته روانيږي څۀ به کيږي
————–



Similar Posts

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *