روښاني تصوف

وړومبے باب

تصوف- معنٰى او مراد

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د “صوفي” ټکي څېړنه

         د “صوفي” ټکي د څېړنې په لړ کښى صوفيا محققين ګڼ ماخذونه بيانوي- د ټولو نه اولنےماخذ “صفا” او “صفوت” بيانوي-

د امام ابوبکربن ابو اسحاق محمدالکلا باذيرح په وېنا د صفا او صفوت نه ددې نسبتي نوم “صفويه” جوړېږي چې د تخفيف له مخه وروستو په “صوفيه” بدل شو- [1]

            دويم ماخذ ئې”صف” بيانېږي- ځکه چې دا خلق د  خپل  لوړ همت، باطني توجه، او اسرارو له مخه د الله تعالٰى په حضور کښې د هر چانه وړاندې وي- وَالسّٰبِقُوۡنَ السّٰبِقُوۡنَ ﴿ۚۙ۱۰﴾ اُولٰٓئِکَ الْمُقَرَّبُوۡنَ ﴿ۚ۱۱﴾  (سورة نومره – ٥٦)               (دا مخکښې خلق چې مخکښې دي، هم دا مقربان دي)-

د عمر شهاب الدين سهرورديرح په وېنا د “صف” نه د دوي نسبتي نوم “صفوي” شو، چې د درنښت له مخه په اسان تلفظ  صوفي سره مشهور شو [2]

درېم ما خذ ئې “صُفه ” بيانولے شي- ددې نه مراد “اصحاب صفه” وو چې د رسول الله په ژوند مبارک به د نبـي په جومات کښې په يوه دونکانچه ناست وو- او خالص د الله د رضا دپاره به ئې عبادت، رياضت او د قرآن تلاوت او زده کړه کوله-  په مدينه منوره کښې د دوي نۀ کورونه وو او نه ئې ټبرې وې- دوي هېڅ کار کسب نۀ کولو- نه ئې څۀ کرکيله کوله، نۀ ئې څۀ ګډې بزې څرولې- او نه به يي څۀ تجارت کولو “لِلْفُقَرَآءِ الَّذِیۡنَ اُحۡصِرُوۡا فِیۡ سَبِیۡلِ اللہِ—﴿۲۷۳﴾٪ “(سورة نومره – ٢) (دا صدقې او خېراتونه د هغو فقيرانو دپاره دي چې د الله په لار کښې ګېردي)-

     الله تعالٰى حضرت محمد ته فرمائي: وَلَا تَطْرُ دِالَّذِیۡنَ یَدْ عُوۡنَ رَبَّہُمۡ بِالْغَدٰوۃِ وَالْعَشِیِّ یُرِیۡدُوۡنَ وَجْہَہٗ ؕ— ﴿۵۲﴾ (سورة نومره – ٦) (هاغه خلق د ځانه مه لرې کوه چې سحر او ماښام خداے يادوي او د هغه رضا غواړي) وَاصْبِرْ نَفْسَکَ مَعَ الَّذِیۡنَ یَدْعُوۡنَ رَبَّہُمۡ بِالْغَدٰوۃِ  وَالْعَشِیِّ یُرِیۡدُوۡنَ وَجْہَہٗ  وَ لَا تَعْدُ عَیۡنٰکَ عَنْہُمْ ۚ تُرِیۡدُ زِیۡنَۃَ الْحَیٰوۃِ  الدُّنْیَا ۚ وَ لَا تُطِعْ مَنْ اَغْفَلْنَا قَلْبَہٗ عَنۡ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ ہَوٰىہُ وَکَانَ  اَمْرُہٗ  فُرُطًا ﴿۲۸﴾ ‌(سورة نومره – ١٨) (خپل ځان د هغو خلقو سره تړلے ساته چې شپه ورځ الله يادوي او د هغۀ رضا غواړي- او د دنيا د ژوند د دې ظاهري رونق له وجې خپل پام د دوي نه مۀ جارباسه- او د هاغه سړي خبره مۀ منه چې زړۀ ئې مونږ د خپل ياد نه غافله کړے دےاو هغه په خپل خواهش ژوند تېروي- د دوي معامله د حد نه ډېره تېره شوې ده)-

     ابن ام مکتومرض هم د “اصحاب صفه” نه ؤ- دوي په سترګو ړاندۀ وو- يوه ورځ رسول الله د قرېشو د سردارانو سره مرکه کوله- چې دې کښې دا صحابي د ابوطالب حجرې ته ورغلو- نو رسول الله دوي ته څۀ خاص توجه ورنۀ کړے شوه- په دې لړ کښې د قرآن دا آيت شريف نازل شو- عَبَسَ وَ تَوَلّٰۤی ۙ﴿۱﴾  اَنۡ  جَآءَہُ  الْاَعْمٰی ؕ﴿۲﴾ (سورة نومره – ٨٠) (اے رسوله  تا تندے تريو کړو او مخ دې وګرځولو کله چې تا له يو ړوند درغلو)-

     ابوبکرالکلاباذيرح ليکي:- چې هر کله دا خلق(صوفيان) د “اَصحاب صُفه” سره په اوصافو او اخلاقو يو شان دي- د دنيا نه ګوښه نيوونکي دي- د باطن په پاکۍ سره نمانځلےشوي او زړونه ئې روښانه اومنوره دي- لکه څنګه چې د يو حديث د مضمون نه هم د دا قسمه خلقو د اوصافو او اخلاقو واضحه پته لګي- په حديث کښې راځي: چې (هر کله د يو بنده په زړۀ کښې نور داخل شي، نو د هغۀ زړۀ ارت او پراخ شي- په دې لړ کښې د رسول الله نه تپوس وشو- چې ددې نخښه به څۀ وي؟ هغوي وفرمائل چې: “(د فرېب او ټګۍ ددې کور(دنيا) نه ګوښه کېدل او د تلپاتې کور (اخرت) په لور مخه نيول او د مرګ د راتلو نه مخکښې مرګ ته تيارېدل) د “اصحاب صفه” په باره کښې الله تعالٰى په قرآن کښې فرمائي: فِیۡہِ  رِجَالٌ یُّحِبُّوۡنَ اَنۡ یَّتَطَہَّرُوۡا ؕ—﴿۱۰۸﴾  (سورة نومره – ٩٨) (په دې جومات کښې داسې کسان دي چې هغوي د پاکۍ سره مينه لري) نو ددې ګڼو صفتونو له وجهې د صفه په حواله دوي ته “صفيه” ووئيلے شول- چې وروستو په کښې د “واو” اضافه وشوه “فاء” مخفف شو او له زيات استعمال له وجې ترې “صوفي”  جوړ  شو[3]– 

     څلورم ماخذ ئې “صوفه” بيانولے شي- صوفه د مکې د يوې پخوانۍ قبيلې

نوم ؤ- چې د کعبې شريفې خادمان پاتې شوي وو[4]– 

     پينځم ماخذ ئې “صفوت القفا” بيانېږي- صفوت القفا د خرۀ وېښتو ته وائي[5]

     شپږم ماخذ ئې “صوفانه” ذکر کوي چې د يو بوټي نوم دے[6]– اووم ماخذ ئې “يثوصوفيا” بيانولےشي- دا يو يوناني ټکے دے- چې معنى ئې “الهي حکمت ده”[7]

      اتم ماخذ ئې چې يو معتبر ماخذ- “صوف” بيانېږي- صوف وړۍ يا وېښتوته وائي- صوفيا ليکي: چې د اکثرو پېعمبرانو جامې به د وړۍ يا د وېښتو وې[8]

عمر شهاب الدين سهرورديرح ليکي: چې “شېخ ابوذرعه طاهر د خپلو شېخانو د سند په حواله د حضرت عبدالله بن مسعود نه دا حديث بيانوي: (رسول الله فرمائلي دي- چې حضرت موسىٰ عليه السلام کله د الله تعالٰى سره ملاقات کولو، نو هاغه وخت هغوي د وړۍ جامې اغوستې وې- او د خرۀ د بې رنګه څرمنې څپلۍ ئې په پښو وې”- [9]

     سهرورديرح مخکښې ليکي: چې صوف (صوفه) هغو چيړو او ريښانګو ته وائي چې په زمکه غورزولې شوې وي او هېڅ څوک ورته پام نۀ کوي- دغه رنګ صوفيان هم عاجزان، ګوښه وال، او نوم ورکے وي- په دې وجه دوي د صوف (صوفه) له مخه په نسبتي نوم  “صوفي” مشهور شول- [10]

     د صوفي د نوم د اشتقاق په باره کښې اکثر صوفيان په دې خبره

متفق دي- چې د صوفي نسبتي نوم د قواعدو له رويه د “صوف” نه صحيح دے- دوي د خپلې ظاهري جامې د “صوف” له وجهې په “صوفي” مشهور شول- لکه څنګه چې د حضرت عيسىٰ عليه السلام ملګري د “حواريون” په نوم په دې وجه مشهور شول چې هغوي به سپينې جامې اغوستلې-

     امام قشېريرح ليکي: چې (دا خلق(صوفيان) په دې نوم (صوفي) دومره مشهور شول چې ددې په يقين کښې نۀ د قياس ضرورت شته او نۀ د اشتقاق)- [11]

     دغه رنګ سيد علي هجوېريرح ليکي: چې “د باطن صفائي د الله تعالٰى په بارګاه کښې يوه داسې حاضري ده چې هېڅ  زوال نۀ لري او دا يو داسې عرفان دے چې ددې دارومدار په ظاهري اسبابو نۀ وي- عارف د الله په بارګاه کښې حاضر وي- چې غياب (غيرحاضري) نۀ لري- د هغۀ په مخکښې سرۀ زر او خاورې يو برابر وي- هغه په يو ذات کښې غرق او د ما سېوا نه بيل وي- د لغت په اعتبار د تصوف د ټکي اشتقاق د هېڅ مادې نه هم صحيح نۀ دے- د “صوفي” دا معنىٰ ددې نه ډېره اوچته ده چې ددې څۀ ماده وي- د “صوفي” حقيقي مفهوم په عبارتونو او اشارو نۀ شي واضحه کېدلے”[12]

     امام ابو بکر الکلا باذيرح ليکي: چې! کۀ د صفا او کۀ د  صفوت معنې شوې او کۀ  د صُفه د اصحابو اوصاف شول او کۀ د صف او صوف نسبت شو د “صوفي” نوم کۀ هر کله د “صوف” له وجهې مشهور شو، خو لکه څنګه چې د قميص د اغوستولو عمل ته “تَقَمُص” وائي دغه رنګ د “صوف” د لباس د اغوستولو عمل ته “تصوف” ووئيلےشول- ددې ټولو ټکو معنې ددې قام يعني د صوفيانو په اوصافو او القابو کښې جمع شوي دي- او داسې وئيلے شوي دي  چې د چا  زړونه د دنيا نه جدا شوي او ګوښه  شوي دي- وطن ئې پرېښے دے او سفر ئې اختيار کړے دے-  نفس ئې د لذتونو او شهوتونو نه محفوظ ساتلے دے، د معاملاتو د پاکۍ، د باطن د پاکۍ، د سينې له انشراح، او د اولني صف سره د شرف لرلو د اوصافو نوم “تصوف” شو- د ابو بکر الکلا باذيرح په بره بيان شوو اوصافو کښې يو وصف د “سياحت” يعني د سفر ذکر شوے دے-

     د صوفي ددې وصف دليل د قرآن پاک ددې آيت شريف نه اخذ شوے دے-: قُلْ سِیۡرُوۡا فِی الْاَرْضِ فَانۡظُرُوۡاکَیۡفَ بَدَاَ الْخَلْقَ — ﴿ۚ۲۰﴾ (سورة نومره – ٢٩) (دوي ته ووايه چې د خداے په زمکه هر چرته وګرځئ او وګورئ چې الله تعالٰى دا مخلوق  څنګه پېدا کړو)- د الله تعالٰى ددې حکم ” سِیۡرُوۡا فِی الْاَرْضِ” مطلب دا دے چې د عارفانه فکر په رڼا کښې د دنيا سېل وکړئ- بل ددې سفر مطلب دا هم دے- چې يو سالک د دنيائي اسبابو نه تعلق ختم کړي- او د توکل په ذريعه د نفس پالنه وکړي- ددې صفت له وجهې د دوي يو نوم “سيار” هم مشهور شو- ددې نه علاوه د خراسان خلقو به دوي ته “شګفتيه” وئيل، ځکه چې دا خلق به زياتره د آبادو نه لرې په غارونو کښې وسېدل- د دغه غار نوم “شګفته” ؤ په دې وجه دوي په “شګفتيه” ونومولے شول- ددې نه علاوه د شام خلقو به دوي ته “جوعيه” وئيل ځکه چې دې خلقو به په ځان لوږې تندې تېر ولې[13]

د تصوف تعريفونه  

     د تصوف بې شمېره تعريفونه شوي دي- هر تعريف د تصوف د تاريخي ارتقا په حواله او د روحاني مرتبې او شخصي نظر په حواله شوے دے- د تصوف فلسفيانه تعريفونه هم شوي دي او د حسن وجمال، ذوق او آرټ په حواله هم- دا ټول تعريفونه د يو کل تصور رغوي- د هر تعريف کهوضاحت وکړے شي، نو دا ټول د يو بل آئينه شي په ډېرو تعريفونو کښې دا وئيلےشوي دي چې تصوف د باطن صفائي ده يا تزکيه ده يا د اعلٰى اخلاقو حاصلول دي- د مثال په توګه سيد علي هجوېريرح فرمائي: چې تصوف د باطن صفائي ده او د باطن صفائي د حضرت صديقرض صفت دے”[14] حضرت نوريرح فرمائي: تصوف د نفساني خوندونو د پرېښودلو نوم دے”-[15]

د کتانيرح قول دے چې: تصوف د ښو اخلاقو نوم دے د چا اخلاق چې له تاسو نه څومره ښۀ وي، هغه به هاغه هومره له تاسو نه ښۀ صوفي وي-[16] حضرت سهل تَسَتُريرح فرمائي چې: “صوفي هغه دے چې د هر قسمه خيرنوالي نه پاک وي- هر وخت غور او فکر کوي- د مخلوق نه لرې او الله ته نزدې وي او د هغۀ په مخکښې سرۀ زر او خاورې يو برابر وي[17] عمر شهاب الدينرح چې د زمانې په لحاظ د دوي ټولو نه وروستو دے- د تصوف په تعريف کښې په مجموعي ډول فرمائي چې: صوفي هغه دے چې همېشه د نفس په پاکۍ کښې مشغول وي- خپل زړۀ د نفساني ګندګيو نه او خپل اوقات د خيرن والي نه همېشه پاک ساتي- د هغۀ سر همېشه د مولٰى په مخکښې د نياز نه ټيټ وي- دا نيازمندي د هغۀ زړۀ د خيرن والي نه پاک ساتي-که چرې نفساني حرکتونه او صفتونه سر راپورته کوي، نو صافي صوفي د خپل کامل بصيرت له وجهې په هغو پوهـ شي- دغه وخت هغه د خداے په لوري ځغلي- او دا تعلق د دۀ زړۀ د صافۍ له وجهې مطمئين کړي- هغه د الله سره خپل قلبي تعلق جوړوي او دا تعلق ددۀ زړۀ ددۀ په نفس باندې غالب ساتي- او په نفس باندې غالب پاتې کېـــدل تصوفي اخلاق دي-[18]

            د شريعت د هر عمل نتيجه هم په پاکۍ منتج کېږي- د پاکۍ له پاره قرآن د دوو ټکو زيات استعمال کوي “تزکيه” چې زياتره د نفس د پاکۍ سره تعلق لري او “طهارت” چې زياتره د مال او بدن د پاکۍ سره تعلق لري، خو ددې باوجود دا دواړه ټکي په هم معنٰى توګه هم استعمالېږي- په دې ټولو تعريفونو کښې چې کومې نقطې پورته کړې شوې دي- د هغو اصل يو دے- د باطن صفائي شوه او که د نفس تزکيه، نفس او باطن د يو حقيقت متبادل نومونه دي- دغه رنګ اخلاق هم د نفس اوباطن صفت دے- چې د نفسياتو د علم له مخې “کردار” د هغې خارجي مظهر دے- قرآن هم ددې پاکۍ ذکر کوي-

حق تعالٰى د رسول او قرآن مقصد داسې بيانوي: ہُوَالَّذِیۡ
بَعَثَ فِی الْاُمِّیّٖنَ رَسُوۡلًا مِّنْہُمْ یَتْلُوۡاعَلَیۡہِمْ اٰیٰتِہٖ وَیُزَکِّیۡہِمْ وَ یُعَلِّمُہُمُ  الْکِتٰبَ وَ الْحِكْمَۃَ ٭—ۙ﴿۲﴾ (سورة نومره – ٦٢) (دے هغه ذات دے چې له دوي نه ئې په اميانو کښې يو پېغمبر راولېږلوچې دوي ته ددۀ آيتونه تلاوت کړي او د دوي تزکيه وکړي او دوي ته کتاب او حکمت ورزده کړي)  قَدْ  اَفْلَحَ مَنۡ  تَزَکّٰی ﴿ۙ۱۴﴾ (سورة نومره – ٨٧) ‌(هغۀ فلاح ومونده چاچې پاکي حاصله کړه)– قَدْ اَفْلَحَ مَنۡ  زَکّٰىہَا ۪ۙ﴿۹﴾  وَ قَدْ خَابَ مَنۡ  دَسّٰىہَا ﴿ؕ۱۰﴾ (سورة نومره – ٩١)  (بامراده شو هغه سړے  چې د خپل نفس تزکيه ئې وکړه  او نامحرومه شو هغه سړے چې خپل نفس ئې د ګناهونو په خټو کښې ولړ لو)-

د خداے نه د خوف، په غېبو د ايمان، او د مونځ کولو مقصد هم د پاکۍ حاصلول دي: اِنَّمَا تُنۡذِرُ الَّذِیۡنَ یَخْشَوْنَ رَبَّہُمۡ بِالۡغَیۡبِ وَ اَقَامُوا الصَّلٰوۃَؕوَمَنۡ تَزَکّٰی فَاِنَّمَا یَتَزَکّٰی لِنَفْسِہٖؕ وَاِلَی اللہِ الْمَصِیۡرُ﴿۱۸﴾ (سورة نومره – ٣٥) (اے رسوله!) ته صرف هغه کسان يرولے شې چې بې سترګو ليدلي پروردګار باندې ايمان لري او په پابندۍ سره نمونځ کوي (او ياد لرئ) چا چې ځان پاک کړو، نو هغه د خپلې فائدې له پاره ځان پاک کړو، (او اخر ټولولره) د الله په لور تلۀ دي) د مال نه د زکوة او صدقاتو د ورکولو مقصد هم “تزکيه” حاصلول دي- خُذْ مِنْ اَمْوَالِہِمْ صَدَقَۃً  تُطَہِّرُہُمْ وَتُزَکِّیۡہِمۡ بِہَا— ﴿۱۰۳﴾ (سورة نومره – ٩) (اے پېغمبره! ددې خلقو د مال نه صدقې قبولې کړه دوي به (د بخل او طمعې د خرابيو نه) پاک او د زړۀ د ترقۍ په حواله وروزې) د ښځې او خاوند تر مېنځه د خفګان د ژوند، او د طلاق په حواله هم قرآن وائي چې: ذٰلِکَ یُوۡعَظُ بِہٖ مَنۡ کَانَ مِنۡكُمْ یُؤْمِنُ بِاللہِ وَالْیَوْمِ الۡاٰخِرِ ؕ ذٰلِكُمْ اَزْکٰی لَكُمْ وَاَطْہَرُ ؕ— ﴿۲۳۲﴾ (سورة نومره – ٢) (دا د هغه سړي له پاره د نصيحت خبره  ده کوم چې په تا سو کښې په خداے او د اخرت په ورځ ايمان لري، دا ستاسو په حق کښې ډېره د پاکيزګۍ او صفايۍ خبره ده)-

لکه څنګه چې تاسو مخکښې د ابن ام مکتومرض په باره کښې ولوستل، نو دغه مجلس نه چې کله رسول اللهواپس کور ته روان شو نو وحي پرې نازله شوه او د عبدالله ابن ام مکتومرض په باره کښې ورته الله تعالٰى وفرمائل چې: وَ مَا یُدْرِیۡکَ لَعَلَّہٗ  یَزَّکّٰی ۙ﴿۳﴾  اَوْ یَذَّکَّرُ فَتَنۡفَعَہُ الذِّكْرٰی ؕ﴿۴﴾ (سورة نومره – ٨٠) (او تاته څۀ معلوم چې هغه (دې تعليم سره) پاکي حاصله کړې وې، يا هغه نصيحت حاصل کړے وے او نصيحت د هغۀ پکار راغلے وے)- ددې آيتونو په وضاحت مفتي محمد شفيع صاحبرح ليکي:

“يعنى اپ کو کيا معلوم کہ یہ صحابى جو بات دريافت کر رہے تھے اس کا فائده متيقن تھا کہ آپ ان کو تعليم ديتےتو یہ اس کے ذریعہ اپنے نفس کا تزکیہ کر ليتے اور یہ بھی نہ ہوتا تو کم از کم اس ذکر اللہ سے وه ابتدائى نفع اٹھاتے ہیں اس سے ان کے دل میں اللہ تعالىٰ کى محبت اور خوف کى ترقى ہو جاتى لفظ “ذکرٰى” کے معنے کثرت ذکر کے ہیں- یہاں قرآن کريم نے دو جملے اختيار فرمائے- “يَزَکٰى اور يَذَکَر” پہلے کے معنے پاک صاف ہونے کے ہیں اور دوسرے کےمعنے نصيحت حاصل کرنے اور ذکر سے متاثر ہونے کے ہیں- پہلا ابرار و اتقيا کا ہے جو اپنے نفس کو ظاہری اور باطنى ہر قسم کى گندگيوں سے پاک صاف کرلیں اور دوسرا طريق دين پر چلنے کے ابتدائى حال کا ہے- کہ مبتدى کو اللہ کى ياد دلائى جاتى ہے- جس سے اللہ تعالٰى کى عظمت وخوف اسکے دل میں مستحضر ہو جاتا ہے”- [19]

(يعني تا ته څۀ معلوم چې دې صحابي کومه خبره معلوموله د هغې فائده يقيني وې چې تا هغۀ ته تعليم ورکړے وے او هغه ددې په ذريعه د نفس تزکيه حاصله کړې وې او کمال ئې په کښې حاصل کړے وے او کۀ دا نۀ وے نو کم از کم د دې ذکر الله نه به ئې ابتدائي فائده خو اوچته کړې وې- او ددې نه به د هغۀ په زړۀ کښې د الله تعالٰى سره په محبت او خوف کښې ترقي شوې وې- د “ذکرٰى” ټکي معنٰى د ذکر کثرت دے- دلته قرآن کريم دوه ټکي اختيار کړي دي “يَزَکٰى” او ” َذَکَر” د وړومبي ټکي معنى “پاک او صاف” ده، د دويم ټکي معنى” نصيحت حاصلول او د ذکر نه متاثره کېدل دي”- وړومبے مقام د ابرار او اتقيادے- چې خپل نفس د هر قسمه ظاهري او باطني ګندګيو نه پاک او صفا کوي او دويم مقام د دين په لار د تلو د ابتدائي حالت دے، چې مبتدي الله يادوي چې د هغې نه د هغه په زړۀ کښې د الله تعالٰى عظمت او خوف مستحضر کېږي”-

د اخرت د کاميابۍ او جنت ته د تلو وجه هم الله تعالٰى دغه پاکيزګي بيانوي: جَنّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِیۡ مِنۡ تَحْتِہَا الْاَنْہٰرُخٰلِدِیۡنَ فِیۡہَا ؕوَذٰلِکَ جَزٰٓؤُا مَنۡ تَزَکّٰی﴿٪۷۶﴾(سورة نومره – ٢٠) د هغه له پاره همېشه شنه باغونه دي چې ورلاندې ئې نهرونه بهيږي او همېشه به په کښې اوسي او دا بدله ده د هغه چا، چې پاک شول)-

د تصوف عالمان دې مقام ته “د دين مرتبه” وائي، د شريعت او طريقت مقام په بنيادي توګه د نفس د تزکيې مقام دے- دلته د اماره نفس له بديو او خرابيو نه ځان خلاصولےشي بيا د لوامه نفس په ملامتيا له نورو بديو نه ځان ازادوي او په تزکيه کښې نوره ترقي حاصلوي- د طريقت مقام د رياضت او مشقت سره تعلق لري او د مطمئنه نفس په لور د تزکيې دا عمل روان وي- دې ته د زړۀ صفائي او ښۀ اخلاق وائي- د زړۀ د صفايۍ  مطلب د الله تعالٰى د “قرب” د حاصلولو اهتمام دے-  رحمان باباوائي:

چې دا هسې لوے مېلمه تۀ کورته بيائې
اول غولے پاکيزه کړه له خاشاکه

دلته چې د تصوف کوم تعريفونه وړاندې کولے شي- هغه ټول په تصوف کښې د “قرب” د مقام سره تعلق لري- د مثال په توګه د شېخ جنېد بغداديرح قول دے- چې: تصوف دادے چې حق تعالٰى تا ستا د ذات نه فنا کړي او د خپل ذات سره دې ژوند‌‌ے وساتي”[20] د حسېن بن منصور حلاجرح قول دے چې: صوفي په ذات کښې يکتا وي، نۀ دے د الله تعالى نه سېوا څوک قبلوي او نۀ دے څوک سېوا د الله تعالٰى قبلوي”- [21]دلته خبره د حق تعالٰى سره د حب او قرب ده د تصوف اصل مرام هم د حق تعالٰى حب او قرب حاصلول دي-

وَاسْجُدْ وَ اقْتَرِبْ ﴿٪ٛ۱۹﴾(سورة نومره – ٩٦) (اے رسوله!) سجدې کوه او زما قرب حاصلوه)- مولانا اشرف علي تهانويرح ليکي: “اسلامي تصوف د احسان او د دين د کمال دويم نوم دے او د دين د کمال قراٰني نوم “قرب” دے که چرې مونږ اصطلاحاً د  د علم په شان د تصوف دويم نوم “د قرب علم” کښېږدو نو بې ځايه به نۀ وي”-[22]

د هر څيز سره تعلق ساتل د مينې او محبت په بنياد کېږي- د هر څيز سره مينه د هغه څيزسره د يو کلک تړون تقاضا کوي- ځکه د خداے قرب لټوونکي د هغۀ سره ډېره مينه ساتي- وَالَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡۤا اَشَدُّ حُبًّا لِّلہِ ؕ—﴿۱۶۵﴾      (سورة نومره -٢) (او هغه کسان چې ايمان ئې راوړے دے- د الله تعالٰى سره ډېره مينه ساتي) د خداے سره دغه مينه د سالک د ټولو خيالاتو، تصوراتو، او جذباتو يو محور وګرځي هغه د دنيا هر تعلق په دغه يو تعلق قربان کړي- وَاذْكُرِاسْمَ رَبِّکَ وَ تَبَتَّلْ  اِلَیۡہِ تَبْتِیۡلًا ؕ﴿۸﴾(سورة نومره – ٧٣) (او د خپل پروردګار د نوم ذکر کوه، د مخلوق نه بيل شه او خپل ټول پام د دۀ په لور راوګرځوه-  ابوالکلام ازادرح ليکي:-   

“چنانچہ یہ حقيقت واضح کى ہے کہ خدا اور اس کے بندوں کا تعلق محبت کا رشتہ ہے اور سچى عبوديت اسکى عبوديت ہے جسں کیلئے معبود صرف معبود ہی نہ ہو بلکہ وہ محبوب بھی ہو”[23]

(دا حقيقت ئې واضح کړے دے چې د خداے او بندي ګانو تر مېنځه تعلق د محبت رشته ده او ريښتونې بندګي د هغه مسلمان ده، د چا د پاره چې معبود صرف معبود نه محبوب هم وي)- دې لړکښې د حضرت ذوالنون مصريرح قول دے چې: صوفي هغه کس دے چې خداے ته په ټولو څيزونو ئې ترجيح ورکړې وي او هغه ئې خوښ کړے وي او خداے پاک هغۀ ته په ټولو څيزونو ترجيح ور کړې وي او هغه ئې خوښ کړے وي”-[24]

د دغه محبوب د حسن او جمال انوار او تجليات د خپل عاشق نفسي خواهشا ت او د غېر ټولې رشتې وسوځئ اماره نفس د ټولو پليتيو نه نجات ومومي او دا نفس په لوامه نفس کښې بدل شي چرته چې د سالک د نفس د ټولو بدو اخلاقو نه زړۀ تور شي او نېکيو ته ئې مخه شي- دې نفس ته لوامه نفس ځکه وئيلے شي چې دے خپل مرتکب په هره ګناه غندي او ملامتوي – دا نفس په فوري پاکۍ سره په ملهمه نفس کښې بدل شي، چرته چې په سالک کښې د فرښتو خوي پېد ا شي- او د الهام په نعمت ونمانځلے شي- دا ملهمه نفس بيا په مطمئنه نفس کښې ارتقا ومومي- چرته چې محب او محبوب دواړه سره د رضا په مقام موصول شي- الله تعالٰى دې نفس ته داسې مخاطبه کوي- یٰۤاَیَّتُہَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّۃُ ﴿٭ۖ۲۷﴾  ارْجِعِیۡۤ  اِلٰی  رَبِّکِ رَاضِیَۃً  مَّرْضِیَّۃً ﴿ۚ۲۸﴾(سورة نومره – ٨٩) (ا ے مطمئنه نفسه! د خپل پروردګار په لور رجوع وکړه په داسې حال کښې چې ته د هغۀ نه راضي ئې او هغه له تا نه راضي)-

د الله تعالٰى سره د قربت په حقله د نفلونو د قرب (قرب نوافل) دا مشهور حديث دا حقيقت داسې په ګوته کوي: “الله تعالٰى فرمائي چې: کوم بنده څومره زما د قرب لټون کوي نو زۀ هم  هغۀ ته هغه هومره ورنزدې کېږم، تر دې چې زۀ د هغۀ غوږونه شم او هغه په ما اوري، زۀ د هغۀ سترګې شم او هغه په ما ويني زۀ دهغۀ لاسونه شم او هغه په ما نيسي، زۀ دهغۀ پـښې شم او هغه په ماګرځي.”[25]

تصوف د فقر په نوم هم يادولے شي، ځينې صوفيا تصوف او فقر کښې بېلتون راولي”فقير” هغۀ ته وئيلے شي چې”فقر” ورته حاصل شوے وي او “فقر” هغې ته وائي چې: خپل اضافي و جود ئې فنا کړي وي او د حق د ذات عېن شوے وي- او هغه د ټولو خواهشونو او حاجتونو نه ازاد شوے وي- ولې چې ارادې او حاجتونه د اضافي وجود سره تړلي وي- و اذا اتم الفقر فهوالله (د چا فقر چې تمام شو نو هغه په الٰهي اوصافو متصف شو)- شېخ جنېد بغداديرح فرمائي: فقير د چا محتاج نۀ وي، نۀ د ځان او نۀ د بل”- [26] د دوي په نزد د فقير مرتبه د صوفي نه اوچته وي د حضورﷺ ارشاد مبارک دے چې: الفقرفخرى والفقير منى”(فقر زما فخر د ے او فقير له ما ځنې دے) خو د دې باوجود اکثر صوفيان د صوفي مرتبه اوچته ګڼي- خو د فنا د مقام او د حق ذات سره د عېنيت په حواله ددې دواړو مقام يو ښکاري- د روښاني ادب د مطالعې نه دا اندازه لګي چې دوي “فقير” ته زيات اهميت ورکوي- د فقر په حواله د  سمنونرح قول دے چې: تصوف دا دے چې ته  د څۀ څيز مالک نه شې او نۀ څۀ شے ستا مالک شي-[27]

امام قشېريرح ليکي: د ريښتوني صوفي نخښه داده چې هغه له مالدارۍ سره سره فقير جوړ شي او د عزت د خاوند کيدو سره سره حقير جوړ شي او د شهرت سره سره هغه ځان پټ ساتي-[28]

ابن جلادرح فرمائي: صوفي داسې فقير وي چې په هېڅ قسمه اسبابو اعتماد نۀ لري، د مکانيت له قېد نه پرته د الله تعالٰى سره وي، حق تعالٰى هغه د هر مکان او د هر حالت د علم نه غافله نۀ ساتي -“[29] د تصوف د ځينو تعريفونو بنياد د حسن، عشق، او ذوق په کېفياتو باندې ولاړوي – ابوبکر شبليرح فرمائي: تصوف سوزوونکې بجلي ده”[30] وړاندې  ليکي: د کائناتو له مشاهدې نه د محظوظ کېدلو نوم تصوف دے -“[31] قُلِ انۡظُرُوۡا مَاذَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالۡاَرْضِؕ—﴿۱۰۱﴾(سورة نومره – ١٠) (اے رسوله! تۀ دوي ته)ووايه چې تاسو وګورئ چې په دې زمکه او آسمانونو کښې څۀ څۀ دي) – مولانا ماجد دريا ابادي، القرآن الحکيم، کښې د مولانا اشرف علي تهانويرح په حواله ليکي: “که يهاں سے معلوم هوا که خلق پر حق کيلےنظر کرنا   نظر الى الخق کا منافى نهيں”[32] (مرشد تهانويرح فرمائيلي دي: چې ددې نه دا معلومه شوه چې په خلق باندې د حق د پاره نظر اچول، د “نظر الى الحق” خلاف نۀ ده-) نوريرح ليکي: صوفي هغه دے چې، سماع ئې واورېده او دغه ذريعې ئې خوښې کړې -“[33] 

     فلسفه د تصوف ماخذ صرف “ذوق او وجدان” ګڼي، قاضي قېصرالاسلام ليکي: “اس کاانحصار ذاتى تجربات، اور مشاهدۀ  باطن يا وجدان پر هے- چنانچه جداگانه وجدانى صورت احوال کے مختلف النوع کا ميدان بڑا وسيع هوتا هے- تاهم ايک بات ضرور هے- که جس کو جس انتها کى ذوقى کيفيات ميسر آئينگى اسى اعتبار سے اسے حقيقت الامر کا فهم حاصل هوگا -” [34] (تصوف، په ذاتي تجربو ا و د باطن په مشاهده يا وجدان باندې اړه لري – دلته د جدا احوالي صورت د مختلفو تجربو مېدان ډېر پراخېږي – بيا هم يوه خبره ضرور شته، چې چاته د کومې منتها ذوقي کېفيات په لاس راغلل، هم د دغه اعتبار په اساس هغۀ ته د اصل حقيقت فهم حاصل شو)-

 علامه اقبالرح د معروف کرخيرح په حواله دغه تعريف په خپلو ټکو کښې داسې ليکي: (تصوف) حقائق ربانی کا تعقل هے-” (تصوف، د ربانی تعقل نوم دے)”[35] د فلسفيانه اثر په حواله علامه اقبالرح د دغه تعريف په لړ کښې ليکي: اس تعریف سے ظاہر ہوتا ہے کہ (اس دور میں) ایمان سے علم کی طرف بڑھنے کی تحریک شروع  ہوگئی تھی (ددې تعريف نه دا څرګندېږي چې (په دغه دور کښې) د ايمان نه د علم په لور د ورغزېدلو تحريک شروع شوےؤ -)

ابن سينا “اَزلي حسن” ” انتهائي حقيقت” ګڼي د هغۀ او دغه رنګ د ډېرو فلسفيانو دا خيال دے- چې د “اَزلي حسن” په خمبير کښې د “اظهار” خواهش پروت دے او هغه خپله “څهره” په کائنات کښې منعکس کوي – بلکې هغوي وائي چې د کائناتو د تخليق سوب هم د اَزلي حسن د “اظهار” خواهش دے- د دوي په خيال “محبت” اولين مخلوق دے او د دغه اَزلي حسن تحقق هم د عالمګير محبت په ذريعه کېدے شي” [36]

د تصوف قرآني اساس

د دين عالمان د دين دوه اړخونه بيانوي: يو ظاهري او بل
 باطني- د ظاهري اړخ نه مراد “شريعت” اخلي او د باطني اړخ نه “تصوف” دغه عالمان د تصوف د حقيقت په حقله خپله حواله د قرآن شريف ددې آيت شريف نه ورکوي:- اِنَّاۤ  اَنۡزَلْنَا التَّوْرٰىۃَ فِیۡہَا ہُدًی وَّنُوۡرٌ ۚ یَحْكُمُ بِہَا النَّبِیُّوۡنَ الَّذِیۡنَ اَسْلَمُوۡا لِلَّذِیۡنَ ہَادُوۡا وَ الرَّبّٰنِیُّوۡنَ وَ الۡاَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُوۡا مِنۡ کِتٰبِ اللہِ وَکَانُوۡا عَلَیۡہِ شُہَدَآءَ ۚ—- ﴿۴۴﴾ (سورة نومره – ٥) (مونږ تورات نازل کړو په دې کښې هدايت او نور دے، دې سره به هغو پېغمبرانو چې د الله تعالٰى حکم منو نکي وو – يهودو ته حکم کولو او حکم  به کولو  دروېشانو او عالمانو ځکه چې دوي د قرآن محافظان ګرڅولي شوي وو او په دې کتاب ئې خبر ګير مقرر کړي وو) –

مولانــا محمـــد شفيـع صاحب ددې پــه تفسير کښې ليکي: “اس میں انبياء علیہ السلام کےنائبين کو دوقسموں میں ذکر فرمايا ہے پہلے ربانيوں اور دوسرے احبار- لفظ “ربانى” رب کى طرف منسوب ہے – جس کے معنى ٰہیں “اللہ والا” اور “احبار” حبر کى جمع ہے- یہود کى محاوره میں عالم کو “حبر” کہا جاتا ہے- جس شخص کى توجہ زياده ترعبادات وعمل اور ذکر اللہ میں مصروف ہے- اور علم دین بقدر ضرورت حاصل کرتا ہے، وه ربانى يعنى”اللہ والا” کہلاتا ہے-  جس کو آَج کل کى اصطلاح میں “شيخ، مرشد، پير وغيره کے نام ديے جاتے ہیں اور جو شخص عملى مہارت پيدا کرکے لوگوں کو احکام شرعہ بتلانے سکھلانے کى خدمت میں زياده مشغول ہے – اور فرائض و واجبات اور سنن موکده کے علاوه دوسرى نفلى عبادات میں زياده وقت نہیں لگا سکتا اس کو حبر يا عا لم کہا جاتا ہے[37]” (په دې کښې ئې د انبياو عليهم السلام د نائبينو ذکر په دوه ډوله سره کړ ‌ے دے-  يو ئې د “ربانييون” او بل ئې د “احبار” په نوم سره ذکر کړے دے- “رباني” د رب په لور منسوب دے- چې معنٰى ئې ده “الله واله”- او “احبار” د “حبر”جمع ده – د يهودو په محاوره کـښې عالم ته “حبر” وائي –  د کوم سړي پام چې زياتره عبادت، عمل او د الله ذکر اړخ ته وي – او د دين علم د ضروت په حاجت حاصلوي – نو هغۀ ته رباني يعني “الله والا” وئيلےشي – چاته چې د نن سبا په اصطلاح کښې “شېخ،مرشد، او پير وغېره وائي” او کوم سړے چې عملي مهارت پېدا کړي – خلقو ته د شرعي احکامو د ښودلو او ورزده کولو په خدمت مشغول وي، له فرائضو، واجباتو او سنتو نه پرته په نورو نفلي عباداتو کښې زيات وخت نۀ شي لګو لے، هغۀ ته حبر يا عالم وائي) – شاه ولي اللهرح هم د دين دوه حېثيتونه بيانوي: په “همعات” کښې ليکي: “جب يه امر واضح هوگيا که دين کى ظاهرى اور باطنى دو حیثیتیں ہیں لا محاله ہمیں يه بھی تسليم کرنا پڑهےگا که رسول الله سے دين کى حفاظت کا جو وعده کيا گيا تھا اس کى حفاظت کى لا زماً دو حیثیتیں هونگى- آپ صلى الله عليه وسلم کى وفات کے بعد اس وعدۀ حفاظت کى دو شکلیں پيدا ہوئیں- وه بزرگ جن کو خدا تعالٰى کى طرف سے شريعت کى حفاظت کى استعداد ملى تھی وه تو دين کى ظاهرى حيثيت کے محافظ بنے- يه فقھا، محدثین، غازیوں اورقاریوں کى جماعت ہے- دين کى محافظين کا دوسرا گروه وه هےجسےخدا تعالى نے باطن دين کى حفاظت کى، جس کا دوسرا نام احسان هے استعداد عطا فرمائى هر زمانے میں اولياء الله میں سےکوئی نه کوئی ايسا بزرگ ضرور پيدا هوتا هے جس کو عنايت سے اس امر کى استعداد ملتى هےکه وه باطن دين کى قيام اور اس کى اشاعت کى کوشش کرے”[38] (هر کله چې دا امر واضح شو چې د دين ظاهري او باطني دوه حېثيتونه دي، نو مونږ  له به دا منل ضروري شي چې لکه څنګه رسول الله سره د دين د حفاظت وعده شوې وه، د هغې د حفاظت به هم لازماً دوه حېثيتونه وي – د رسول الله د وفات نه پس ددې حفاظتي وعدې دوه شکله پېدا شول، هغه بزرګان چې د الله تعالٰى له اړخه ورته د شريعت د حفاظت استعداد نصيب شوے ؤ، هغوي د دين د ظاهري اړخ محافظان شول، دا د فقهاو، محديثينو، غازيانو، او قاريانو ډله ده – د دين د محافظانو دويمه ډله هغه ده چې الله تعالٰى ورته د دين د باطني اړخ چې دويم نوم ئې”احسان”دے، د حفاظت استعداد ورو بخښلو- په هره زمانه کښې د اولياء الله نه څوک يو داسې بزرګ پېدا کېږي، چې د الله په عنايت ددې امر استعداد تر لاسه کړي ، چې د دين د باطن د قيام او د هغې د اشاعت  زيار وباسي) –

ابو نصر سراجرح د دين ددې ظاهري او باطني اړخ د تصديق په لړ کښې د قرآن دا آيت شريف وړاندې کوي:وَاَسْبَغَ عَلَیۡكُمْ نِعَمَہٗ  ظَاہِرَۃً  وَّ بَاطِنَۃً ؕ—- ﴿۲۰﴾ (سورة نومره – ٣١) (الله تعالى خپل ظاهري او باطني نعمتونه په مکمله توګه تاسو ته دروبخښل) ابو نصرسراجرح وړاندې ليکي: لکه څنګه چې عالمانو د قرآن او حديث د استنباط او استخراج په اساس نور علوم او فنون پېدا او ثابت کړل – د مثال په توګه، د فقهې ټول اساس هم د قرآن او حديث نۀ دے- فقه ځان له خپل څۀ اساس نۀ لري – دغه شان د تصوف عالمانو يعني صوفياو د قرآن او حديث په بنياد د تصوف علم څرګند کړو – دې لړ کښې هغوي دا ايت شريف وړاندې کوي: وَلَوْ رَدُّوۡہُ  اِلَی الرَّسُوۡلِ وَ اِلٰۤی اُولِی الۡاَمْرِ مِنْہُمْ لَعَلِمَہُ الَّذِیۡنَ یَسْتَنۡۢبِطُوۡنَہٗ مِنْہُمْ ؕ—- ﴿۸۳﴾(سورة نومره – ٤) (که چرې دې خلقو معامله د الله په رسول او ددې امر د اهل په خلقو پرېښې وې – نو په دوي کښې  کومو خلقو چې د مسئلو د اخذ استعداد لرلو، دا به ئې معلومې کړې وې)-

علامه اقبالرح د قرآن شريف نه د تصوف د علم په حقله د “حکمت” د ټکي په حواله د صوفياؤ له اړخه ددې وړاندې کړي آيت شريف مرسته کوي: کَمَاۤ  اَرْسَلْنَا فِیۡكُمْ رَسُوۡلًا مِّنۡكُمْ یَتْلُوۡا عَلَیۡكُمْ  اٰیٰتِنَا وَیُزَکِّیۡكُمْ وَیُعَلِّمُكُمُ الْکِتٰبَ وَالْحِكْمَۃَ وَیُعَلِّمُكُمۡ مَّا لَمْ تَكُوۡنُوۡا تَعْلَمُوۡنَ ﴿۱۵۱﴾ؕۛ (سورة نومره – ٢)(او لکه چې تاسو له مونږ ستاسو له قام نه پېغمبر درلېږلے دے- چې تاسوته زمونږ آيتونه لولي- تاسو پاکوي او تاسو ته کتاب، حکمت درزده کوي – او تاسو ته د هغه څۀ ښودنه کوي چې تاسو پرې نۀ پوهېږئ) علامه اقبالرح مخکښې ليکي: ” مير ے خيال میں يه ثابت کيا جاسکتا هےکه قرآن اور احاديث صحيحه میں صوفيانه نظريے کی طرف اشارات موجود ہیں – ليکن وه عربوں کی عملی ذهانت کی وجه سے نشوونما پاکر بارآور نه هوسکےجب انکو ممالک غيرمیں حالات ميسر  آگئے تو وه ايک جداگانه نظريے کے صورت میں جلوه گر هو ئے”[39]– (زما په خيال دا ثابتول کېدے شي چې په قرآن او صحيح حديثونو کښې د صوفيانه نظريې اړخ ته اشارې موجودې وې، خو د عربو د عملي ذهانت له وجهې ئې وده ونه مونده – خو کله چې په نوروملکونو کښې حالات په لاس راغلل – نو هغه د يوې جدا نظريې په صورت کښې ښکاره شوې) لکه څنګه چې علامه اقبالرح ليکلي دي – په قرآن کښې د تصوف په حقيقت کافي دلالتونه په لاس راځي – لکه څنګه چې دې آيت شريف کښې دا يوه اشاره موجوده ده: وَمَنۡ یُّطِعِ اللہَ وَالرَّسُوۡلَ فَاُولٰٓئِکَ مَعَ الَّذِیۡنَ اَنْعَمَ اللہُ عَلَیۡہِمۡ مِّنَ النَّبِیّٖنَ وَالصِّدِّیۡقِیۡنَ وَالشُّہَدَآءِ وَالصّٰلِحِیۡنَ ۚوَحَسُنَ اُولٰٓئِکَ رَفِیۡقًا ﴿ؕ۶۹﴾(سورة نومره – ٤) (کوم سړي چې د الله او د هغۀ د رسول اطاعت وکړو نو دا خلق به د هغو قبول شوو بندګانو سره وي – چې الله تعالٰى په خپلو نعمتونو سره نماځلي وي – يعني نبيان، صديقان، شهيدان او صالحان، او دا خلق څۀ ښۀ ملګري دي) –

په برني آيت شريف کښې “صديقين” د تصوف په اصطلاح کښې: “هغو کاملو اولياو ته وائي- چې د باطن په صفايۍ کښې د رسول کريم په شان وي” – ددې نه پرته په قرآن کښې د خپلو خاصو بندګانو ذکر ئې په مختلفو نومونو سره کړے دے چې د پېغمبرانو نه پرته چرته د اولياؤ، فقراؤ، چرته د محبينو او محسنينو، چرته د ذاکرينو او متقينو او چرته د پاکانو او صادقانو په نوم او داسې نور –

تصوف د حديثو په رڼا کښې 

د تصوف ګڼ علوم دي – ګڼې شعبې او څانګې لري – د دغه ټولو په اثبات کښې د قرآن او حديث نه کافي دليلونه لاس ته راځي – د  “احسان” په باره کښې چې د تصوف د يو متبادل نوم په توګه اخېستلے شي – په حديث کښې راځي چې: په نمونځ کښې د خشوع او خضوع په حواله خپل باطني نظر د الله په مخ داسې مرکوزول پکار دي – لکه چې تۀ هغه وينې – د تصوف ټول دارومدار د الله تعالٰى سره د زړۀ په ربط او تعلق کښې دے –

تصوف ته “باطني علم” هم وائي –  او د باطني علم په اثبات او حقيقت قرآن او حديث هم ګواه دي – لکه په يو حديث کښې راځي “ځينې علوم په پټ صورت کښې وي”[40] په يو بل حديث کښې راځي چې “ابوبکرد نورو خلقو نه افضل ؤ، نو صرف د نمونځونو او روژو د کثرت له وجهې نه نۀ ؤ[41] “دغه رنګ هم دغه حديث په نورو ټکو کښې داسې رانقل شوے دے – “کۀ حضرت ابوبکررض د نورو خلقو نه په فضيلت کښې زيات ؤ، نو دا نۀ د زياتو روژو، زياتو نمونځونو، زياتو رواياتو، زياتو فتوو، او نۀ د زياتو علمي تقريرونو له وجهې ؤ، بلکې دا د يو خاص څيز له وجهې ؤ – چې د هغۀ په سينه کښې پروت ؤ- [42] “مولانا اشرف علي تهانويرح ددې دواړو حديثونو نه د “باطني علومو او باطني احوالو” اثبات کوي – ددې باطني نور په لړ کښې په يو بل حديث کښې  راځي – “کله چې رسول الله ددي آيت شريف: فَمَنَ یُّرِدِ اللہُ اَنۡ یَّہۡدِیَہٗ یَشْرَحْ صَدْرَہٗ لِلۡاِسْلَامِۚ— ﴿۱۲۵﴾(سورة نومره – ٦)  (کله چې د يو سړي هدايت الله تعالٰى ته منظور شي، نو د هغۀ سينه د اسلا م د پاره ارته کړي) تلاوت کولو نو دا تپوس ترې وشو، چې دا سينه ارتېدۀ څنګه وي؟ نو هغوي مبارک ورته وفرمائل: چې ددې نښخې دا دي: چې د هغه سړي د دارالغرور يعني دنيا نه زړۀ تور شي او دارالخلود يعني د اخرت اړخ ته متوجه شي او د مرګ د راتلو نه مخکښې تيار شي” تهانويرح ليکي چې: په دي حديث کښې، د باطني نور او د کاملينو ځينې علامتونه ذکر شوي دي”[43] په يو بل حديث کښې راځي چې “قرآن يو ظاهر دے او بل باطن او د دغه ظاهر او باطن يو حد هم دے” چې د ظاهر او باطن اهل ئې تر خپله وسه د ادراک نه عاجزه هم دي – خو ددې د اطلاع يوه طريقه هم شته – چې د دغې طريقې په ذريعه تر دغه ځايه د ادراک رسائي کېدے شي- تهانويرح ليکي چې: د قرآن د ظاهر ادراک خو په لغاتو او د نزول په اسبابو او نورو سره کېږي – خو د قرآن د باطن ادراک د اجتهادي ذوق او د معرفت په نور وغېره سره کېږي – ددې له پاره د تهانويرح په قول د ظاهر عالمانو لره د باطن په عالمانو د نکير او اعتراض نه ډډه کول پکار دي”[44] 

د کشف او اسرار په حقله په يو بل حديث کښې راځي چې رسول الله وفرمائل “زما د امت داسې عارفان په خپل حال باندې پرېږدئ چې د غېب د عالم نه ورسره خبرې کېږي (مطلب دا چې هغوي سره د پټو اسرارو کشف کېږي) تاسو هغوي په خپلو فتوو مۀ جنتيان کوئ او مۀ دوزخيان”[45] – تهانويرح ددې نه دا مراد اخلي چې کۀ هغوي په اسرارو سره خبرې کوي او په مطلب ئې نۀ پوهېږئ او تاسو ته په ظاهره د شريعت خلاف ښکاري، نو د هغوي تذليل مۀ کوئ، بلکې د هغوي معامله خداے ته پرېږدئ، تر دې چې د قيامت په ورځ به الله تعالى د هغوي فېصله وکړي، تهانويرح وړاندې ليکي: چې په باطني علومو او اسرارو باندې د اګاه خلقو په خبرو اکثر عام او خاص خلق نه پوهيږي لکه چې د خضر عليه السلام د واقعاتو نه ښکاره ده”[46]

د مسلم شريف په حواله په يو حديث کښې راځي چې “رسول الله فرمائلي دي چې داسې سړي شته چې د سر وېښتۀ ئې پرېشانه او خيرن وي او د دروازو نه شړلے شوے وي، څوک ئې پروا نۀ ساتي (خو د الله تعالٰى په نزد د هغوي مرتبه داسې ده) چې يو ځل په الله ضد ونيسي او د يوې خبرې قسم وخوري، نو الله تعالى د هغوي قسم ضرور رښتيا کوي”[47]

 په صحيحېنو کښې د ابو سعيد العربي نه روايت دے چې: يو سړے د
رسول الله په خدمت کښې حاضر شو او عرض ئې وکړ چې
 يا رسول الله په خلقو کښې غوره (افضل) څوک دے؟ وئې فرمائل چې د ټولو نه غوره هغه دے چې په خپل سر او مال سره د الله په مال جهاد وکړي (هغه سړي بيا عرض وکړو) چې بيا څوک غوره دي؟ وئې فرمائل: هغه څوک چې په غار کښې د ټولو خلقو نه بيل اوسي او د خپل پروردګار عبادت کوي – د ابي ذر نه روايت دے چې: کوم بنده په دنيا کښې زهد اختيار کړ، الله د هغۀ په زړۀ کښې حکمت پېداکړ – “[48] د يو بل اوږد نبوي حديث د شروع دا يو څو ټکي ولولئ : ” کوم سړي چې ز ما ولي ته تکليف

ورکړو زۀ د هغۀ سره د جنګ اعلان کوم –“[49]     

       د “مظاهرحق”(مشکوٰة شريف) شارح او حاشيه ليکونکے ډاکټر محمودالحسن ليکي:

علم دین، جو کتاب اللہ اور سنت رسول اللہ پر مشتمل ہے، اس کی دو قسمیں کی جاتی ہیں- اول (مبادی) یعنى وسائل، دویم (مقاصد) مبادی اس علم کو کہتے ہیں جس کے حصول پر کتاب وسنت کى معرفت موقوف ہے یعنى جب تک یہ علم حاصل نہ کیا جائے قرآن وحدیث کا علوم ومعارف کا عرفان حاصل نہیں ہو سکتا مثلاً لغت، صرف ونحو وغیرہ کے علوم کہ جب تک ان کوحاصل نہ کیا جائے اور ان پر نظر نہ ہو کتاب وسنت کا علم صحیح طور پر نہیں آسکتا اور نہ انکے حقیقی منشاء ومقصد کو حاصل کیا جاسکتا ہے- “مقاصد” وہ علم ہے جو عقائد، اعمال اور اخلاق سے متعلق ہے یعنى یہی وہ علم ہے جو مقصود بالذات اور فى نفسہ ضرورى ہے اور اسى کو حاصل کرکے دین وشریعت کى پابندى کا سیدھا راستہ سامنے آتاہے- ان سب کو
 “علم معاملت” بھى کہاجاتاہے اسی طرح ایک “علم مکاشفہ” بھى ہوتاہے- یہ دراصل وہ نور ہوتاہے جو علم ظاہر پر عمل کرنے سے قلب میں پیدا ہوتاہے جس کى مقصد روشنى سے ہرچیز کى حقیقت واشگاف ہوجاتی ہے او حق تعالٰي کى ذات وصفات او احوال کى معرفت پیدا ہوتى ہے- اس “علم مکاشفہ” کو “علم حقیقت” اور علم وراثت بھى کہتے ہیں جیسا کہ آنحضرتﷺ کا ارشاد ہے- مَنْ عَمِلَ بِمَا عَلِمـَ عَلمَهُ اللهُ مَا لَمْـ “جو شخص علم پر عمل کرتا ہے اللہ تعالٰي اس کو اس چیز کا علم نصیب  کرتاہے جو نہ جاناجاتاہے او نہ پڑھا جاتا ہے”- بہرحال: علم ظاہر وعلم باطن کى جو اقسام مشہور ہیں وہ یہى ہیں- یہ ایک دوسرے کے لئے لازم وملزوم ہیں اور ان دونوں میں بدن و روح اور پوست مغز کى نسبت ہے- [50]

ددې لنډ شان بحث دا خلاصه شوه چې لکه څنګه نور اسلامي علوم د قرآن او حديث په استنباط او استخراج ثابت دي، دغه شان د تصوف د علم معامله هم ده – مولانا اشرف علي تهانويرح ليکي چې: “جس طرح ديگر علوم مستخرجه ومستنبطه کا خاص نام هوگيا، جيسے علم فقه اور علم حديث اسطرح مشائخ کے اس خاص مستخرجه طريقه کا نام تصوف هوگيا”[51]

تصوف پېړۍ په پېړۍ

       د حضورﷺ په دور کښې د ټولونه لوے شرف د هغوي “مبارک صحبت” او د ټولو نه معزز لقب “صحابي” ؤ- د صحابي لقب د دنيا او اخرت د کاميابۍ او په روحاني او اخلاقي توګه د لوئې مرتبې ضامن ؤ- د اصحابو نه پس د “تا بعي” لقب يو لوے اعزاز ؤ او دغه رنګ بيا ورپسې د “تبع تابعي” “لقب” – ددې   پړاؤ نه پس د اسلامي ادبياتو د تاريخ يو نوے پړاؤ شروع کېږي – نوي علوم او نوي القاب پېدا کېږي – لکه د تفسير علم، فن او مفسر، د حديث علم، فن او محدث، د فقهې علم، فن او فقيه، او د تصوف علم، فن او صوفي، او داسې نور – لکه څنګه چې د فقهې بنسټ د قرآن او حديث نه په استنباط او استناد دے، دغه رنګ د تصوف د روحاني او باطني اړخ سره سره ددې  علم او فن بنسټ هم د قرآن او حديث نه په استنباط او استناد ولاړ دے-

       دا علوم او فنون چې څنګه پېدا شول هم داسې انتها ته و نۀ رسېدۀ، بلکې د تکميل او ارتقاء په پړاوونو ئې مزل شروع کړ- له پېړيو پېړو راواوړېدو او د تاريخ تر اثر  لاندې تر دې وخته راورسېدو-

وړومبۍ هجري پېړۍ په پېړۍ     (٣٧هـ – ١٠٠هـ)

       په وړومبۍ هجرۍ پېړۍ کښې د ټولونه سر کښې د يمن د اوېس قَرنيرح (م – ٣٧هـ) نوم راځي چې د رسول الله په زمانه کښې ژوندے ؤ- خو د هغوي صحبت ئې نه ؤ نصيب شو ے- د مسلم شريف په  شرح کښې د اسير بن جابر نه روايت دے، چې”د کوفې خلق حضرت عمر صاحب ته راغلل- په دوي کښې يو سړے ؤ چې په اوېس قرنيرح پورې ئې ټوکې کولې – حضرت عمررض دوي ته ووئيل چې په تاسو کښې د (قرن) قبيلې څوک شته؟ اوېس قرنيرح هغوي ته رامخکښې شو – حضرت عمررض هغوي ته ووئيل چې رسول اللهفرمائلي دي چې تاسو ته به د يمن نه يو سړے راځي – د  هغه نوم اوېسرح دے – هغه به په يمن کښې بې له خپلې مور نه څوک نۀ وي پرېښے – هغۀ ته برګے مرض لګېدلے ؤ – هغه د الله تعالٰى نه دعا وغوښته، الله تعالٰى د هغه د بدن  نه سپينکے لرې کړ، خو لا د دينار يا درم برابر پاتې دے – تاسو کښې چې څوک  د هغه سره يو ځاے شي، نو د خپل

ځان له پاره ترې دعا وغواړئ”[52]

په مسلم شريف کښې د حضرت عمررض او حضرت اسير بن جابررض نه په يو دوه روايتونو کښې هم راځي – چې محمد حضرت ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ــ ته فرمائلي وو – چې تاسو د ځان له پاره د دۀ نه دعا وغواړئ او دوي (اوېس) د حضرت عمررض له پاره د بخښنې دعا کړې وه – په دې حديث کښې دا هم راځي چې اوېسرح يو ځل د الله په اعتماد قسم وخوري – نو هغه خبره رښتيا کېږي”[53]

تر کومه حده چې د “صوفي” ټکي په عملي توګه د رواج کېدو خبره ده- نو په دې لړ کښې وړومبے ثبوت د اميرمعاويه (٤١هـ _٦٠هـ) هغه خط دے چې د مدينې د ګورنر مروان بن حکم (اول ځل ٤٢هـ دويم ځل ٥٢هـ) په نوم کښې ليکلے ؤ – په دغه خط کښې امير معاويهرض دا شعر ليکلے ؤ، چې د صوفي د نوم مخاطبه په کښې شوې وه-

قد  کنت  تشبه صوفيا له کتب

                                من الفرايض  و  آيا ت  الفرقان [54] 

(ته د يو داسې صوفي په شان وې چې هغه سره کتابونه وي او په هغو کښې د فرائضو او د قرآن د آيتونو ذکر وي) ددې نه دا خبره ثابتېږي چې د “صوفي” نوم په وړومبۍ هـجرۍ پېړۍ کښې ښۀ مشهور شوے ؤ –

دويمه هـجري پېړۍ / اتمه عېسوي پېړۍ  (١٠١هــ-٢٠٠هـ / ٧١٩ء- ٨١٦ء)

له دوېمې هجري پيړۍ سره متعلق صوفياء حضرات دا دي: جعفر د محمدالصادق زوے(م١٤٨هـ/٧٦٥ء) ابراهيم د ادهم زوے (م-١٦٣هـ/ ٧٧٩-٨٠ء) داؤدطايي(م- ١٦٥هـ/٧٨١-٨٢) عبدالواحد (م-١٧٧هـ/٧٩٣) فضيل د عياض زوے (م-١٨٧هـ/٨٠٣)، علي د فضيل زوے (دوي د خپل پلار په ژوند وفات شوي وو) يوسف د اسباط زوے (م-١٩٩هـ/٨١٤-١٥) او ددې پېړۍ اخري صوفي معروف کرخي(٢٠٠هـ/٨١٦ء )-

درېمه هجري پېړۍ / نهمه عيسوي پېړۍ ٢٠١ – ٣٠٠هـ / ٨١٦ء – ٩١٣ء

په درېمه هجري پېړۍ کښې د حقائقو، دکشف او مکاشفو بيانونه نسبتاً زيات نظري او علمي شول او کتابونه پرې وليکلے شول – د تصوفي نظريو او ادب ليکل ددې پېړۍ نه شروع کېږي- د دويمې پېړۍ معروف کرخيرح، سري سقطيرح، ذوالنون مصريرح (م٢٤٥هـ ٨٥٩ء) بايزيد بسطاميرح، سهل تستريرح، بشرحافيرح (م٢٢٧هـ- ٨٤١ء)  جنېد بغداديرح (م٢٥٧هـ-٨٧١) او منصورحلاجرح (٣٠٩هـ/٩٢٢ء) د تصوف او توحيد د اسرارو او حقائقو په بيانولو کښې د سر سړي دي – د حضرت معروف کرخيرح استغراق، د سري سقطيرح د توحيد نظر، د ذوالنون مصريرح د حال او مقام بحث، د بايزيد بسطاميرح د عشق نظر، د منصورحلاجرح اناالحق راز، د تصوف د عملي او علمي اړخ په رغوڼه کـښې لوے لاس لري – په دوي کښې جنېد بغداديرح وړومبے صوفي ؤ چې په بغداد کښې ئې د تصوف د يوې تاريخي مدرسې بنياد کښېښود – دلته به د تصوف په علمي او نظري اړخ بحثونه کېدل او کوم صوفيان چې د بغداد نه لرې وو – هغوي به د خطونو په ذريعه په دې بحثونو کښې برخه اخېستله – په دې وجه دوي ته د صوفياؤ سرخېل يا “سيدالطايفه” ووئيلے شول – په دې دور کښې چې د کومو صوفياو کتابونه مشهوردي – د هغوي او د هغوي د کتابونو نومونه دا دي-

د حارث محاسبيرح (٢٤٤هـ/٨٥٧ء) “کتاب الرعايه” د ابوسعيدخرازرح (٢٧٧/٨٩٠) “کتاب الصدق” د عثمان مکيرح د زوي ابوعبدالله عمررح “کتاب المشاهدات” د جنېد بغداديرح “رسائل جنېديه” او د منصور حلاجرح “الطواسين” –

ددې پېړۍ نه د تصوف د ډلو سلسلې هم شروع کېږي – چې د دغې پېړۍ د مشهورو صوفياو او دانشورانو په نوم نومولې شوې دي – د مثال په توګه د حارث محاسبيرح د نوم د نسبت سره “محاسبيه” فرقه او د بايزيد طېفور بسطاميرح د نوم د نسبت سره “طېفوريه” فرقه – د مولانا مدرارالله مدرار صاحب د څېړنې له  مخه دا فرقه د سيدنا ابوبکرصديقرض نه تر بايزيدبسطاميرح پورې په “صديقيه” او د بايزيد طېفوربسطاميرح نه واخله تر خواجه عبدالخالق غجدوانيرح پورې په “طېفوريه” او د خواجه عبدالخالق غجدوانيرح نه تر خواجه بهاوالدين نقشبنديرح پورې په “خواجګانيه” او د خواجه بهاوالدين نقشبنديرح نه تر مجدد الف ثانيرح پورې په “نقشبنديه” مشهوره شوه – خواجه علاوالدينرح د خواجه نقشبندرح يو خاص مريد ؤ او د خپل وخت قطب ارشاد ؤ – د دوي د نوم له نسبت سره دې طريقې ته به “علائيه” وئيلې شوله، او د مجددالف ثانيرح نه واخله تر ددې وخته پورې دې

ته ” نقشبنديه مجدديه “وئيلے شي-[55]

دغه رنګ د جنېدرح د نوم د نسبت په وجه د هغۀ ډلې ته “جنېديه” او د ابوالحسن نوريرح ډلې ته “نوريه”، د سهل تستريرح ډلې ته “سهليه يا تستريه” د عبدالله محمد چې د علي الحکيم ترمذيرح زوے دے، ډلې ته “حکيميه”، د ابوسعيد خرازيرح ډلې ته “خرازيه”، د ابو عبدالله محمدرح چې د خفيف شيرازيرح زوے دے، ډلې ته “خفيفيه” د ابوالعباس سياريرح ډلې ته “سياريه”، او د سالمرح د زوي ابو عبداللهرح ډلې ته “سالميه” او د حمدون قصاررح ډلې ته “قصاريه” وئيلے کېږي –

ددې ډلو مشرانو د خپلو رياضتونو او عبادتونو په بنياد د تصوف په روحاني، مکاشفاتي او علمي کچ ګڼ انکشافات وکړل، د مثال په توګه طېفوريه ډلې “شوق او مستي” معرفي کړل او د سُکر په ځاے ئې “صحو” غوره کړله – محاسبيه ډلې د  “رضا” په حقله دا نظر چې دا “مقام” نۀ دے، بلکې “حال” دے، وړاندے کړو، او نوريه  ډلې تصوف ته په “فقر” او”صحبت” ته په “عزلت” ترجيح ورکړه – تستري ډلې د نفس د تزکيې اصول مرتب کړل،  يعني دوي د نفس په سزا ډېر زور واچولو – حکيميه ډلې د “ولايت” تصور وړاندې کړو، د دوي د نظر له مخه ټوله دنيا په اولياؤ تقسيم ده او هره علاقه د يو بزرګ تر انتظام لاندې ده – خرازيه ډلې د “فنا”  تصور وړاندې کړو – خفيفيه ډلې د “حضور او غېبت” تصور وړاندې کړو – سياريه ډلې د “جمع او تفريق” نظريه مخکښې کړه او قصاريه ډلې د “ملامتيه صورت” بنياد کښېښود –

 څلورمه هجري پېړۍ / لسمه عېسوي پېړۍ    (٣٠١/ ٤٠٠_  ٩١٣/ ١٠٠٩،١٠ء)

ددې دور صوفيانو په تحريري ډول د اسلامي تصوف د صحيح روح د څرګندولو کوششونه وکړل، د ابوسعيدالعربيرح (م٣٤١/ ٩٥٢ء) “طبقات النساک”، د ابومحمدجعفرالخلديرح (م٣٤٨ /٩٥٩ء) “حکايت الاو لياء”، د محمدالنفريرح (م٣٥٤/٩٦٥ء) “کتاب المواقف والمخاطبات” د شېخ ابو نصرسراجرح (م٣٧٨/٩٨٩ء) “کتاب اللمع فى التصوف” د شېخ ابوطالب مکيرح (م٣٨٦/٩٩٦ء) “قوت القلوب” د ابوبکر الکلا باذيرح (م٣٩٠/١٠٠٠ء) “التعارف لمذهب اهل التصوف” او د شېخ ابو عبدالرحمن السلميرح (م٤١٢/١٠٢١ء)”طبقات الصو فين” ډير زيات شهرت لري –

پينځمه هجري/يوؤلسمه عېسوي پېړۍ(٤٠١-٥٠٠هـ / ١٠١٠،١١_١١٠٦،٧)

په دې پېړۍ کښې تصوف په عام اولس کښې خور شو – د دې نه علاوه ددې فن اعلٰى کتابونه وليکلے شول – نور نور اصطلاحات وضع کړے شول –  ددې پېړۍ مهمه خبره داده چې تصوف په فارسي شاعرۍ کښې راننوت – شېخ ابوسعيد ابوالخېررح (م ٤٤١ / ١٠٤٩ء) په وړومبي ځل په خپلو رباعياتو کښې تصوفي خيالات او جذبات څرګند کړل- (م ٣٩٨/١٠٠٨) خپل مشهور لس جلدي کتاب “حليته الاولياء” ئې وليکلو، چې د زرګونو اولياؤ د ژوند حالات په کښې ذکر کړے شوي دي –  امام جوزيرح ددې خلاصه په پينځو جلدونو کښې کړې ده – د دۀ نه وروستو شېخ ابوالقاسمرح ددې پېړۍ يو لوے صوفي بزرګ او دانشور تېر شوے دے- د تصوف په فن کښې د دۀ “رسالۀ قُشېريه” ډېر مقبول کتاب دے- ګڼې شرحې ئې ليکلې شوي دي – دوي په خپل کتاب کښې ګڼ اصطلاحات هم معرفي کړل – لکه  وقت، مقام، حال، قبض و بسط، هېبت، انس، تواجد، وجد، وجود، جمع و فرق، فنا او بقا، حضور اوغېبت، صحو او سکر، ذوق وشرب، ستر او تجلي، محاضره، کشف و مکاشفه، مشاهده ومعاينه، لوايح، طوامع، لوامع، هجوم،  تلوين او تمکين، قرب او بعد، شريعت، طريقت، حقيقت، نفس، خواطر، علم اليقين، عېن اليقين حق اليقين، شاهد او روح –

ددې پېړۍ يوه بله لويه هستي د شېخ علي هجوېريرح
(م ٤٧١/١٠٧٩ء) ده – تاريخونه ليکي چې هجوېريرح وړومبنے لوے صوفي ؤ چې هندوستان ته راغلو- ددۀ مثال دلته لکه د صحرا د ګل ؤ- حضرت ابوالفضل محمد بن حسن ختليرح په طريقت کښې ددۀ استاد ؤ- ددۀ کتاب “انوارالقلوب ترجمه کشف المحجوب” په فارسي تصوفي ادب کښې دتصوف وړومبے کتاب دے- خو خليق احمد نظامي صاحب ليکي چې دا  کتاب وړومبې په عربۍ ژبه کښې ليکلے شوے ؤ – وروستو په فارسۍ ژبه کښې وليکلے شو – خو د دې کتاب عربي اصل ضايع شو او فارسي ترجمه ئې باقي پاتې شوه – د دوي نه پس ددې پېړۍ  يو بل لو ے نوم د شېخ عبدالله انصاري هرويرح راځي –  دوي ګڼ کتابونه ليکلي دي چې نومونه ئې دا دي – ١: منازل السايرين ٢: طبقات الصوفيه ٣: کتاب جامع الکلام ٤: مناجات –

ددې پېړۍ لو ے عالم او فاضل شخصيت د امام غزاليرح
(م٥٠٥/١١١٢ء) دے- دوي د تصوفي ادب د ژورې مطالعې نه پس دې فن ته کافي پراخي ورکړه او ډېر په وضاحت او ترتيب سره ئې د تصوف فلسفه تدوين کړه –

شپږمه هجري / دولسمه عېسوي پېړۍ (٥٠١ – ٦٠٠هـ / ١١٠٧،٨ – ١٢٠٣،٤)      

په دې پېړۍ کښې تصوف په فني او علمي لحاظ په پوره توګه کمال ته رسي – په شاعرانه کچ د تصوف د فلسفيانه خيالاتو د رمز او ايما عجيبه عجبيه مظاهر په وجود کښې راغلل –

 حضرت شېخ عبدالقادرجيلانيرح (م٥٦١هـ/١١٦٦ء) خواجه محمد اتايسويرح
 (م٥٦١هـ/ ١١٦٦ء)چې د ترکستان وسېدونکے ؤ- شېخ نجيب الدين عبدالقاهر سهرورديرح (م٥٦٣هـ/١١٦٨ء) خواجه عبدالخالق غجدوانيرح (م٥٧٤هـ/١١٧٩ء) شېخ عمر  شهاب الدين سهرورديرح (م٦٣١هـ/١٢٣٤ء) چې د “سهرورديه سلسلې” باني ؤ او په تېره تېره حضرت شېخ محى الدين عربيرح (م ٦٣٧هـ/١٢٤٠ء) غوندې روحاني او تصوفي سټې، ددې پېړۍ د اسلامي تصوفي تاريخ ډېر درانۀ بزر ګان دي – شېخ عبدالقادر جيلانيرح تصوف په يو عملي تحريک کښې بدل کړو او د اسلام د اصولو د نشرو اشاعت يوه ذريعه ئې وګرځوله – دوي تصوف د وعظ او نصيحت په ذريعه په يوه داسې اثرناکه او اغېزناکه طريقه خور کړو چې په اسلامي تار يخ کښې ئې مثال موندل ګران دي –

د “نقشبنديه” سلسلې چې کوم مخصوص او مشهور اصطلاحات دي، لکه هوش در دم، نظر بر قدم، سفر در وطن، خلوت در انجمن، ياد کرد، بازګشت، نګاه داشت، يادداشت، ددې پېړۍ سره د تعلق لرونکي شخصيت، خواجه عبدالخالق غجدوانيرح وضع کړي شوي اصطلاحات دي- د عمرشهاب الدينرح مشهور کتاب “عوارف المعارف” ددې پېړۍ د تصوفي ادب تعليم او فلسفې يو بنيادي کتاب وګرځېد- د شېخ محى الدين بن عربيرح تصنيفاتو په خصوصي توګه “فصوص الحکم” او “فتوحات مکيه” د تصوف په علمي او فلسفيانه ادب يو ډېر لوے اثر وغورزولو او ابدي شهرت ئې وموند –

         ددې پېړۍ په فارسي شاعرۍ کښې حکيم سنائيرح (م ٥٤٦/ ١١٥١ء) د تصوف اسرار او رموز بيان کړل- په دې لړ کښې د هغه دوه مستقل کتابونه دي- يو “حديقه” او بل “سيرالعباد” نظام ګنجويرح (٥٩٦/ ١٢٠٠ء) هم د سنائيرح همعصر دے، د تصوف د اسرارو او رموزو په لړ کښې”مخزن اسرار” د دۀ يوه مشهوره مثنوي ده- ددې پېړۍ يو بل لوے نوم د خواجه فريدالدين عطاررح (م٦٢٧/١٢٣٠ء) دے- دوي تصوفي شاعرۍ ته ډېره پراخي ور کړه – دوي د شاعرۍ په ټولو اصنافوکښې د  تصوف جذبات او خيالات او د وحدةالوجود اسرار او رموز بيان کړل-

په دې پېړۍ کښې چې په هندوستان کښې کوم نامتو صوفيان تېر

شوي وو، په هغو کښې يو سخي سروررح (م٥٧٧/١١٨١ء) ؤ- په پنجاب کښې د داتا ګنج بخشرح نه پس دا دويمه اهمه سټه وه – د دوي زيارت د ډېره غازيخان په “شاه کوټ” کښې دے- خواجه معين الدين اجميريرح (م٦٣٣/١٢٣٥ء) د هندوستان په تصوفي تاريخ کښې  يو ډېر محترم نوم دے- دوي په هندوستان کښې د “چشتيه سلسلې” باني ګڼلے شي- (هسې خو په اسلامي نړۍ کښې د چشتييه سلسلې باني، ابواسحاق شاميرح (م٣٢٨/٩٤٠ء) يادېږي- خواجه قطب الدين بختيارکاکيرح (م٦٣٤/١٢٣٥ء) او حميدالدين ناګوريرح (م (٦٧٣/١٢٧٤ء) هم ددې پېړۍ نامتو صوفيان وو-

اوومه هجري/ديارلسمه عېسوي پېړۍ  (٦٠١-٧٠٠ / ١٢٠٠- ١٣٠٠)

د شپږمې هجرۍ پيړۍ ځينې صوفيان د اوومې هجرۍ په وړومبۍ نيمائي کښې هم ژوندي وو- لکه د مثال په توګه شېخ عمرشهاب الدين سهرورديرح، شېخ محى الدين بن عربيرح، خواجه فريدالدين عطاررح خواجه معين الدين اجميريرح، خواجه قطب الدين بختيار کاکيرح او حميدالدين ناګوريرح او داسې نور-

د هندوستان په حواله ددې پېړۍ تر ټولو نه نوموړې سټه د شېخ بهاء الدين ذکريا سهرورديرح (٦٦١هـ/١٢٦٢ء) ده- دے په هندوستان کښې د سهرورديه سلسلې باني دے او شېخ عمر شهاب الدين سهرورديرح مريد دے- سيد نطهر ولي دکنيرح (م٦٢٢هـ/١٢٢٥ء) فخر الدين قادري دکنيرح (م ٦٩٣هـ/١٢٩٤ء) شېخ جلال الدين تبريزيرح (م٦٤٢هـ/١٢٤٤ء) او قاضي حميدالدين ناګوريرح (م٦٧٣ /١٢٧٤ء) کۀ هر څو د عمر شهاب الدينرح مريدان وو، خو د چشتيه مسلک بزرګانو دوي ځان ته راښکل- ددې پېړۍ د هندوستان يوه بله لويه سټه د شېخ کبير فريد الدين مسعود شکرګنجرح (م ٦٦٤هـ/١٢٧٤ء) ده- دے د چشتيه سلسلې سره تعلق لري- شېخ جمال الدين هانسويرح، شېخ علي احمد صابر کليريرح او خواجه نظام الدين اولياءرح (ز٦٣٥هـ- ١٢٣٨ء / م ٧٢٥ /١٣٢٥ء) د بابا فريدرح مشهور مريدان وو- د هندوستان د چشتيه سلسلې په وده او فروغ کښې د نظا م الدين اولياءرح ډېر لوے لاس دے- وائي چې خواجه معين الدين اجميريرح چشتييه سلسله په هندوسان کښې قائمه کړه – بابا فريد شکر ګنجرح منظمه کړه، او خواجه نظام الدين اولياءرح کمال ته ورسوله- مخدوم لال شهباز قلندررح (م ٦٧٢-٧٣هـ/١١٧٤ء) چې په سندهـ کښې ئې زيارت دے- هم ددې پېړۍ يو نوموړے صوفي دے- دوي په اصل کښې د تبريز د يو کلي”مرند”  اوسېدونکے وو- اصلي نوم ئې شېخ عثمان ؤ او د پير نوم ئې بابا ابراهيمرح ؤ- د سهرورديه سلسلې سره ئې تعلق ؤ – وائي چې اکثر به ئې سرې جامې اغوستلې- په دې وجه په لال شهباز مشهور شو – ددې پېړۍ يو بل نوموړے صوفي بوعلي قلندررح (م ٧٢٤ هـ/ ١٣٢٤ء) دے چې مزار شريف ئې په پا ني پت کښې دے- په فارسي ادب کښې شېخ سعديرح (م٦٩١هـ/١٢٩٢ء) مولانا روم (م٦٧٢هـ/١٢٧٣ء) او اوحديرح (م ٧٣٨هـ/ ١٣٣٧-٣٨ء) تصوف او اخلا ق معراج ته ورسول-

په دې پېړۍ کښې تصوف له هره  اړخه کمال ته ورسېدو – ګڼې سلسلې په وجود کښې راغلې- تصوف په اولسي سطح يو عام تحريک شو- د ټولنې په مذهبي روحاني اخلاقي او تمدني اړخ باندې په پوره قوت خور شو- هسې په اسلامي دنيا کښې څلورو غټو سلسلو يعني نقشبنديه، چشتيه، سهرورديه، او قادريه، د اسلام مذهبي او روحاني قيادت په خپلو لاسونو کښې اخېستے ؤ، خو په دې پېړۍ کښې صرف دوه سلسلې يعني چشتيه او سهرورديه دلته رارسېدلې وې او خپل کار ئې ښۀ په تېزۍ سره جاري سا تلےؤ-

اتمه هجري / څوارلسمه عېسوي پېړۍ (٧٠١ – ٨٠٠/١٣٠١- ١٤٠٠ء)

د تېرې پېړۍ د ځينو صوفياو کرامو عمرونه ددې پېړۍ په وړومبۍ نيمايۍ کښې هم تېر شوي دي- د دوي نه علاوه د کومو صوفياو د عمر زياته برخه چې ددې پېړۍ سره تعلق لري، د هغوي نومونه دا دي:  په دوي کښې تر ټولو اول زۀ د شېخ نصيرالدين چراغ دهلويرح (م ٧٥٧ / ١٣٥٦ء) ذکر کوم- دوي د شېخ نظام الدين اولياءرح نه پس د چشتيه سلسلې مشر شو- د چشتيه سلسلې د وړومبي دور خاتمه د دۀ د وفات سره وشوه- “خېرالمجالس” د دۀ مشهور ملفوظات دي- د دۀ نه پس يوه بله ډېره بزرګه هستي د سيد بهاء الدين نقشبنديرح (م٧٩١) ده- دے د بخارا سره نزدې په”قصرعارفان” کښې په (٧١٨ / ١٣١٨ء) کښې پېدا شوے ؤ- حضرت امير کلان د دۀ پير ؤ- د خواجه ګانو سلسله د دۀ له مخه په نقشبند مشهوره شوه- يوه بله لويه هستي د حضرت سيد ګيسو درازرح (م٨٢٥هـ/ ١٤٢٢ء) ده- دۀ د چشتيه او سهرورديه دواړو سلسلو نه فېض اخېستے ؤ- خو مستقل تړون ئې د چشتيه سلسلې سره ؤ او دشېخ نصيرالدين چراغ دهلويرح خليفه ؤ-  دې پېړۍ په صوفيانو کښې کوم صوفي چې زياته توجه تصنيف او تاليف ته ورکړه- هغه سيد محمد ګيسو درازرح کلبرګه شريف (دکن) دے- وائي چې د دوي د تصنيفونو شمېر يو سل پپيځه ؤ- ددې کتابونو زيات تر تعلق کۀ هرڅو د تصوف سره ؤ، خو د اسلامي علومو په نورو برخو کښې ئې هم کتابونه ليکلي وو-  دۀ شاعري هم کوله-

ددې پېړۍ يو بل نامتو صوفي شاه نعمت الله قادريرح(م٨٣٤هـ / ١٤٣٠ء) دے- قادريه سلسله په هندوستان کښې د دۀ په وجه متعارفه شوه-  ددې پېړۍ يو بل د جلال او اثر څښتن صوفي حضرت جهانيان جهان ګشترح (م٨٢٧هـ / ١٤٢٤ء) د ے- ددۀ اصل نوم سيد جلال الدين بخاريرح دے- دۀ د ګڼو اسلامي ښارونو سېل کړے ؤ- شپږ دېرش حجونه ئې کړي وو- د خپل وخت له دوو باچاهانو سلطان محمد تغلق او فېروز تغلق سره ئې تعلقات وو- دغه رنګ شېخ علاؤالدين “علاؤالحق” (م٨٠١/١٣٩٨ء) ددې دور يو بل مشهورصوفي ؤ- د دۀ د پلار نوم شېخ اسعد لاهوريرح ؤ- د دۀ زيارت د بنګال په “پنډوه” کښې د ے- د بنګال يو بل لوے صوفي چې ددې پېړۍ سره تعلق لري، حضرت نورقطب عالمرح (م ٨١٣ /١٤١٠ء) دے د دۀ اصل نوم نورالحق ؤ-

 نهمه هجري /پينځلسمه عېسوي پېړۍ (٨٠١ -٩٠٠ / ١٤٠١ – ١٥٠٠ء)

لکه د نورو پېړيو په شان د تېرې پېړۍ اکثر صوفيان د نهمې هجرۍ پېړۍ تر درېمې لسيزې پورې ژوندي وو- نهمه هجري پېړۍ هم د دوي په برکتونو مړه او د دوي په انوارو منوره وه- په دې پېړۍ کښې د چشتيه او سهرورديه سلسلو زور لږ لږ په کمېدوشو- د دوي په ځاے د “نقشبنديه” او ډېر زر د قــادريه سلسلو زور په زياتېدو شو- په هند کښې د قادريه سلسلې په عام مولو کښې د مشهورو پرهېز ګارو عالمانو، شېخ علي متقي او د شېخ عبدالحق دهلويرح ډېر لوے لاس ؤ- هسې په هند کښې د قادريه سلسلې باني شاه نعمت الله قادريرح يادېږي- خو دا زياتره د محمد ګيلاني حلبيرح له برکته خوره شوه- مخدوم محمد ګيلاني حلبيرح (م ٩٢٣ /١٥١٦ء) د حضرت عبدالقادر جيلاني د اولاد نه ؤ- مخدوم عبدالقادر ثانيرح (م٩٤٠ / ١٥٣٣ء) چې د مخدوم محمد ګيلانيرح زوے ؤ، د دې پېړۍ يو اهم بزرګ ؤ-

     ددې پېړۍ يو لوے مجاهد صوفي سيد محمد جونپوريرح
(ز-٨٧٤/١٤٤٣ء-م٩١٠/١٥٠٤ء) د ے- چې په هند کښې د “مهدوي تحريک” باني د ے- دا تحريک د معاشرې او حکومت د هر قسمه بدعتونو، شرکياتو او غېر اسلامي رسمونو، رواجونو او د ماديت خلاف ډېر په زور او شور کښې چلېدلے ؤ- جونپوري رح او د دۀ ټول ملګري د شريعت سخت پابند او د اخلاص او عمل ياد ګاري نمونې وې- ټول تاريخونه، بلکې د دوي ټول مخالفين د دوي په علميت او پرهېز ګارۍ ګواه دي-

په سيد محمد جونپوريرح باندې د “مهدي موعود” د دعوې تور هم لګېدلےؤ- ځکه د دوي  تحريک په تاريخ کښې د”مهدويت” په تحريک مشهور شو- دې تحريک يو سياسي او عسکري رنګ هم درلود- دا تحريک د سوېلي او قطبي هند نه علاوه تر سندهـ، قندهار او فراه پورې خور شوے ؤ- ددې تحريک باني سيد جونپوري هم په “فراه” کښې وفات شو او هم هلته خاورو ته وسپارلے شو-

د سيد محمد جونپوريرح او د پير روښانرح تصوفي شخصيتونه او د دوي تصوفي تحريکونه تر ډېره حده مشابهتونه لري- د مثال په توګه دا دواړه

تحريکونه تجديدي، احيائي او جهادي تصوفي تحريکونه دي-

٢:- دا دواړه تحريکونه سياسي او عسکري بڼه لري-

٣:-  دا دواړه تحريکونه د وخت د حکومتونو سره جنګدېدلي دي-

 ٤:- د دواړو تحريکونو په بانيانو د “مهدي موعود” د دعوې تورونه لګېدلي دي-

٥:- د دواړو تحريکونو بانيان د وخت د حکومتونو په حکم سرکاري عالمانو ته د خپلو خپلو دعوو دصفايۍ د پاره وړاندې کړي شوي وو او بيا بريالي شوي وو-

 ٦:- د دواړو تحريکونو  په بانيانو دا تورونه هم لګېد لي وو چې دوي ځان د نبي نه کم نه ګڼي-

٧:- د دواړو تحريکونو بانيانو د خپل خپل وخت  حکمرانانو ته خطونه او استازي لېږلي وو-

٨:- په دواړو ډلو د اسماعيلي نظرياتو د اثر تورونه لګېدلي وو-

٩:-  دا دواړه تحريکونه د خپل وخت د عالمانو د فتوو او تنقيدونو ښکار شوي وو- د سيد محمد جونپوريرح د تحريک د کمزورې کېدو د پاره مرکزي کردار، مشهور عالم، شېخ علي متقيرح او د پير روښانرح د تحريک د کمزورې کېدو له پاره مرکزي کردار مشهور عالم، اخون دروېزه بابارح ؤ-

ددې پېړۍ يو بل مشهور مجاهد صوفي د”مهدوي تحريک”  شېخ علائيرح (م٩٥٥هـ / ١٥٤٨ء) د ے- دے د پير روښانرح همعصر ؤ-

لسمه هجري/شپاړسمه عېسوي پېړۍ (٩٠١ هـ _ ١٠٠٠ء / ١٥٠١_ ١٦٠٠ء)

په لسمه هجرۍ پېړۍ کښې د پير روښانرح د روښاني سلسلې سره سره چې په هند کښې کومې دوه مشهورې سلسلې وې- په هغو کښې يوه شطاري او بله مداري سلسله – د شطاري سلسلې باني شاه عبدالله شطاريرح (م٩٨٠هـ / ١٥٧٢ء) دے- چې د خپل پير په حکم د ايران نه هندوستان ته راغلے ؤ- د دۀ زيارت د مالوه د پخواني دارالحکومت “مانډو” د قلا دننه دے- د شطار مطلب دے “تېز او سرګرم” ددې سلسلې پېروان د عبادت او رياضت په لړ کښې ډېر زيات سخت وو- په ځنګلو کښې به ئې په کلونو عبادتونه او رياضتونه کؤل-  او د ونو پاڼې به ئې خوړې- دا يو عجيبه اتفاق دے چې ددې پېړۍ د مهدوي سلسلې د شطاري سلسلې، د مداريه سلسلې، او د روښاني سلسلې په پېروانو کښې جهاد، جوش، جذبه، قرباني، او سر ورکؤل د دوي مشترکه صفتونه او خصوصيتونه دي-

د شطاريه سلسلې يو بل لوے بزرګ شېخ محمد غوث  ګوالياريرح (م٩٧٠هـ / ١٥٦٣ء) ؤ- دے د شېخ فريدالدين عطاررح د نسله ؤ- شېخ محمداکرام په “رود کوثر” کښې ليکي چې:- “شېخ محمد غوث ګوالياري شطاريرح ديارلس کاله په ځنګل کښې رياضتونه کړي وو او د ونو په پاڼو به ئې ګوزاره کؤله”[56] شېخ محمد غوث شطاريرح دګڼو تصنيفاتو مصنف هم وو- ددۀ د يو څو کتابونو نومونه دادي: رساله مواجيد، جواهر خمسه، کليد مخازن، کنزالوحده، ضماير وبصاير او بحرالحيوة، شېخ د سماع، سرود او وجد شوقي هم وو- د معرفت په لړ کښې ئې سندرې هم ليکلې- د”رساله معراجيه” په وېنا په دۀ د مغلو سرکاري ملا دا تور هم لګولے ؤ چې دۀ په دې رساله کښې د خپل معراج دعوٰى کړې ده او خپل ځان ئې تر ډېرو پېغمبرانو غوره ګڼلے دے-  ددې سلسلې د نورو با اثره بزرګانو نومونه دا دي: شېخ عبدالنبي شطاريرح (م ١٠٢٠هـ / ١٦١١ء) شېخ محمد اشرف لاهوري (م ١١٠٤هـ / ١٦٩٢-٩٣ء) حاجي محمد سعيد لاهوري او سعدالله خان شېخ سلېمان زوے هم دے-

مداريه سلسله هم ددې دور او پېړۍ يوه مشهوره سلسله ده- ددې د نوم نسبت شاه بديع الدين مداررح ته کېږي- دشاه مداررح نه پس په دې سلسله کښې ډېر بدعتونه شروع شول، د مثال په توګه، د عورت له ستر نه علا وه نوره جامه نۀ اغوستل او د يخنۍ په موسم کښې په ځان ايره مښل-

ددې  پېړۍ يو بل لوے بزرګ حضرت  خواجه  باقي باللهرح
(ز٩٧١هـ – ١٥٦٤ء / (م١٠١٢هـ – ١٦٠٣ء) په هند کښې د “نقشبندي” سلسلې باني دے- د دۀ نه علاوه د چشتيه سلسلې دوه نوربزرګان  شېخ عبدالعزيزچشتيرح (م٩٧٥هـ / ١٥٦٧ء) او شېخ سليم چشتيرح
 (م٩٧٦هـ / ١٥٦٨ء) دے- شېخ سليم هغه “سليم” د ے چې مغل باچا اکبر د خپل زوي شهزاده جهانګير نوم سليم د دۀ په نامه منسوب کړى ؤ- ددې دور يوه بله مشهوره سلسله “صابريه” سلسله ده چې مخدوم احمد علاؤ الدين صابررح په نوم سره “صابريه”  مشهوره شوه- دا د چشتيه لړۍ يوه څانګه ده- مخدوم صابر د بابا فريدرح په خليفه ګانو کښې ؤ- شېخ عبدالقدوس ګنګوهي هم ددې  دور يوه اهمه تصوفي سټه وه-

د پښتونخوا د تصوف يوه لنډه تاريخچه

د تا ريخ له مخه د پښتونخوا په سيمه وړومبے صوفي چې د يوې سلسلې سره تعلق لري- هغه علي ابن يوسف (م٣٥٣هـ) د ے-  د دۀ طريقه جنېديه بغداديه وه- زيارت ئې د چارسدې په لويه هديره کښې د ے-[57] د دې دور يو بل بزرګ “مدے بابا” د ے- د حضرت احمد ابدال مودود چشتيرح اول (م٤٠٠هـ) مريد ؤ-  د مدے بابا زيارت د مردان د جلاله کلي سره نزدې د ے- د دۀ په اولاد کښې ګڼ اولياء تېر شوي دي- دغه رنګ شېخ المشايخ حضرت ثابت بړېڅرح چې زيارت ئې په شرواک کښې دے او شېخ الياس بړېڅ هم د وړومبني مودود چشتي همعصرؤ مريدان وو  او په دغه زمانه کښې ئې د اسلام په تبليغ او اشاعت کښې خپله برخه تر سره کړې  وه- حضرت مانکي شهباز بړېڅرح هم د دۀ همعصر ؤ- په پښتنوقبيلو کښې د اولياؤ لوے شمېر د خوېشکيو قبېلې سره تعلق لري، په دوي کښې تر ټولو لوے مشر اوبزرګ ولي پير کبار شېخ وتورح شوريانےخوېشکي(م ٥٥٠هـ / ١١٥٥ء) ؤ- دويم سليم مودود چشيرح (دوم) ددۀ پير ؤ- د خوېشکي قبيلې اکثر اولياء چې د تبليغ او اشاعت دايره ئې زياتره پنجاب ؤ، په مستقيم او غېر مستقيم ډول د دۀ مريدان وو- په “اوليا ے قصور”  کښې چې د”اخبارالاولياء من لسان الاصفياء” يو تلخيص دے، د دوي شمېر ٦٧ ښود لےشوے دے-  شېخ اسماعيل سړبنےرح چې د سړبن ښاخ پلار دے، هم  يو لوے بزرګ  او ولي تېر شوے د ے-

 پښتانۀ شعراء (اول ټوک) ددۀ د مرګ نېټه له (٥٠٠ هـ / ١١٠٦-٧ء) نه څو کاله پس ښودلې ده، خو “تاريخ خان جهان لودهي و مخزن افغاني” دے د شېخ بهاءالدين ذکريا سهرورديهرح (م٦٦١هـ/ ١٢٦٢ء) همعصر ‌ښيئ- دغه رنګ ملک يارغرشينرح او شېخ سلېمان دانارح چې صدرالدين ئې پير ؤ، په ترتيب سره د اوومې او اتمې هجرۍ پېړۍ په شروع شروع کښې ژوندي وو- په پښتونخوا کښې د سلسلې او تاريخ په حواله تر ټولو واضح بزرګ حضرت شېخ ابـــراهيم دانشمند انصاري اورمړرح (م٦٦٠هـ /١٢٦١-٦٢) دے، چې د بايزيد د کورنۍ باني مشر نيکۀ ؤ- دے د عمرشهاب الدين سهرورديرح خليفه  او ماذون ؤ- په پښتونخوا کښې د علم او عرفان د رڼا له خورولونه علاوه ددۀ د زوزاد د تبليغ او ارشاد دايره تر بنګاله خوره شوې وه – په دوي کښې اکثرو د ژوند برخه د وطن نه بهر تېره کړې وه- د ابراهيم دانشمندرح نه مخکښې هم د دۀ د کورنۍ ځينې مشران لکه علي انصاري، مت انصاري او عبدالله انصاري سهرورديرح (م٤٨١هـ) چې د دۀ د مور پلار مقبره په بلخ کښې د حضرت حمزه عقيليرح د زيارت سره نزدې ده، ډېر مشهور صوفيان تېر شوي دي- د ابرهيم دانشمندرح نه پس په دې کورنۍ کښې چې د يادولو ډېرې بزرګې څټې تېرې شوې دي- په هغو کښې يوه د سراج الدين انصاري اورمړرح (م٧١٥هـ / ١٣١٥ء) ده – دا د ابراهيم دانشمند مشرزوے او د شېخ بهاوالدين زکريارح خليفه او ماذون ؤ- دے هم د اسلام د تبليغ او اشاعت په لړ کښې د خپل وطن نه بهر وتي ؤ او په همدې کال د “ديناج پور” ضلعې په “ګنګارام” کښې وفات شوے ؤ او هم هلته خاورو ته سپارلے شوي ؤ- د دۀ کښې او بيا د ابراهيم دانشمند د نورو زامنو په اولاد کښې د اولياؤ دغه سلسله تر پېړيو روانه پاتې شوې ده- ددې کورنۍ څۀ صوفياء بلخ او بخارا او د ماوراء النهر په مختلفو مقامونو کښې مېشت شوي دي-

    د ابراهيم دانشمند په نسب کښې ګڼ اولياء تېر شوي دي چې يو هم په کښې ميا غلام علي دے چې د شېخ الاعظم پير وليرح زوے ؤ- “تذکيرالانصار” چې هم د دوي د کورنۍ يو فرد علي محمد انصاري په (١١١٨هـ  \ ١٧١٠ء) کښې ليکلے دے- د ميا غلام علي په باره کښې ليکي چې دۀ قابو يو زر کتابونه ليکلي دي- “تذکيرالانصار” د دۀ د يو کتاب د “مرغوب المحبين” په حواله ليکي چې:- د مولانا ابراهيم دانشمندرح په نسب کښې په هره زمانه کښې کم نه کم اووۀ اولياء وي- د ميا غلام علي پلار چې هغه هم يو بزرګ او ولي تېر شوے دے- وائي چې زما په زمانه کښې ددې کورنۍ  يوؤلس (١١)  اولياء دي او بيا ميا غلام علي د خپلې زمانې د دې کورنۍ د اولياؤ شمېر څوارلس بيانوي-[58] زما د معلوماتو تر مخه  ددې کورنۍ د وروستۍ زمانې لوے صوفي او بزرګ شېخ عبدالغفورانصاريرح (م ١٧جمادي الاخر ١١٨٦هـ / ١٧٧٢ء)  دے چې په جالندهرکښې اوسېدۀ – د دۀ زيارت هم په جالندهر کښې د ے-  د دۀ يو مريد امام بخش لاهوري (ز ١١٥٦هـ / ١٧٤٣)  دے- د دۀ د وفات صحيح تاريخ نۀ دے ښودلے شوے خو دوي چې د خپل پير د طريقت فکر او عرفان په حقله کوم کتاب “مرآت غفوريه” ليکلے دے- د هغۀ د تاليف کال (١١٩٠هـ / ١٧٧٦ء) د ے-  د جالندهر په سيمه ددې کورنۍ ګڼ کلي آباد دي چې د درېو کلو نومونه په کښې دا دي- ابراهيم پور، سراج آباد او بابا پوره-

    اکثرپښتانۀ اولياء د خپل وطن پښتونخوا نه بهر پاتې شوي دي او د هندوستان په مختلفو علاقو کښې ئې د اسلام خدمت کړے دے-  د پښتنو په وړومبنيو اولياؤ کښې هغه اولياء چې په خپل وطن کښې پاتې شوي دي-  څۀ د ابراهيم دانشمندرح د کورنۍ دي او څۀ په غورغشتيو او سړبنيو کښې دي- لکه خواجه يحيٰى کبيررح، شېخ خدوسېداني غورغشتيرح او شېخ متي خليلرح– دوي په خپل وخت روحاني مشران پاتې شوي- د دوي ټولو ډېر ډېر خليفه ګان وو- د مثال په توګه خواجه يحيٰى کبيررح او شېخ متي خليلرح په سهرورديه طريقه کښې وو او د شېخ  بهاؤالدين ذکريا ملتانيرح مريدان وو- حسن افغانرح هم د دوي همعصر او پير بهائي ؤ-

د سکندر لودهي  په  زمانه (٨٩٤ هـ /١٤٨٩ء – ٩٢٣هـ / ١٥١٧ء)   کښې د دوو پښتنو اولياؤ ذکر مخې ته راځي، چې د يو نوم شېخ صدر جهان مالېنيريرح دے او د دويم نوم ملک آدم کاکړ د ے- د شېرشاه سوري (م ٩٥٢هـ / ١٥٤٥ء) د دور يو مشهور صوفي او شاعر شېخ عيسٰى مشواڼےرح د ے- دغه رنګ د اکبر باچا د دور کوم پښتانه اولياء چې يادېږي، په هغو کښې  ابواسحاق  داويرح شېخ عبدالله نيازيرح شېخ علي سرورلودهي سهرورديرح شېخ بايزيد يزدانيرح شېخ بوستان بړېڅرح (١٠٠٢هـ / ١٥٩٣-٩٤) شېخ ملهي قتالرح (١٠١٩هـ / ١٦٠١-٢) شېخ خليلرح شېخ احمد لوديرح ميامتي کانسيرح (م١٠١٠) /١٦٠١ء) شېخ شهباز بختياررح (م ١٠٢٤هـ /١٥١٥ء)شېخ اسلام شاه عبدالرحمان بختياررح او داسې نوردي – ددې اولياؤ د نومونو او ولايت ذکرونه خواجه نعمت الله هروي په “تاريخ خان جهان لودي و مخزن  افغاني” کښې په پوره تفصيل سره کړي دي او د دوي شمېر ئې يو اويا (٧١) ښودلے دے-

لسمه صدۍ هجرۍ د پښتونخوا په تصوفي تاريخ کښې يو  لوے تاريخي اهميت لري- په دې صدۍ کښې د اسلام د رڼا د خورولو، د شرکياتو او بدعاتو د مخنيوي له پاره دوه زبردست تصوفي تحريکونه را اوچت شول- يو د پښتونخوا په قطبي او بل په سويلي سر کښې دې دواړو تحريکونو ددې ملک د مذهبي اصلاح سره په علمي، ادبي، سياسيي او ثقافتي اړخ هم خپل تاريخي اثرات پرېښول-  يو تحريک د بايزيد روښان ؤ- او دويم تحريک د اخون دروېزه بابارح ؤ-   اخون دروېزه بابارح د پير بابا عليه الرحمة چې اصلي نوم ئې سيد علي ترمذيرح دے، شاګرد ؤ- د ے په قندوز کښې په (٩٠٨هـ / ١٥٠٢ء)  کښې پېدا شوے ؤ- د پلار نوم ئې سيد قنبر علي شاه ؤ چې د بابر او همايون په پوځ کښې په يوه لويه عهده مامور ؤ- د پاني پت په وړومبي جنګ کښې د بابر د پوځ له اړخه جنګېدلے ؤ- دغه جنګ کښې پير بابا هم د خپل پلار سره ؤ- د پير بابا د نيکۀ نوم سيد نور احمد ؤ- چې د خپل پلار نيکۀ په ګدۍ ناست ؤ- په طريقت کښې دوي د کبرويه سلسلې سره تعلق درلود- سيد قنبرعلي کۀ هر څو دا غوښتۀ چې د دۀ زوے دې د شاهي دربار د معاملاتو ماهر شي، خو د هغه په مزاج کښې دروېشي او ملنګي وه- دغې فقيرۍ هغه د شېخ سالار عطاءالله رومي تر درباره راوست او د دغه ځايه د خلافت د سند سره د کوهستان (يوسف زيو) په لور راولېږ لے شو- چې د تبليغ او ارشاد ذمه وارۍ تر سره کړي- پير بابا د خپل پير په حکم پېښور او بيا د يوسفزيو علاقې ته راغے- په سدوم کښې دېره شو- دلته ئې د ملک دولت خان ملي زي (بارک شاه زي)د خور “بي بي مريم” سره  وادۀ وکړو او بيا ئې خپله کډه د سدوم نه د بونېر موجوده مقام “باچا کلي” ته يووړه- دلته مستقل دېره شو او هم دلته په (٩٩١هـ / ١٥٨٣ء) کال کښې خاورو ته وسپارلے شو-

د پير بابا د تصوفي فکر د ثبوت له پاره خو د هغوي د څۀ تصنيف پته نۀ لګېده، خو اوس اوس د پښتو اکېډمۍ د ايم فل ديو طالب علم ضياءالرحمن په لاس د پير بابا يو کتاب “مسلک السلوک”(تصنيف ٩٨٥هـ ) پېدا شوے دے-  ددې کتاب يو سر سري مطالعه ما هم کړې  ده-  او دا  کتاب په يو “وحدت الوجودي” نظر سره ليکلے شوے دے-

     د پير بابا عليه الرحمة ګڼ خليفګان وو- چې په هغو کښې حضرت اخون دروېزه بابا، حضرت مولانا محمد ګجراتے، مولانا عبدالکريم شهيدبابا، حضرت ابابک، حضرت مولانا صالح الکوزے، چې په ديوانه بابا مشهور د ے، حضرت ملايوسف بن الياس ګداے زے چې په اخون يوسف مشهور دے او زيارت ئې په ملندرۍ کښې دے-  حضرت مولانا کابل ګرام چې زيارت ئې د اباسين په غاړه دے-  حضرت مولانا توربابا چې زيارت ئې د بونېر په للۍ کلي کښې د ے- بل حضرت اخون ګدا دے –      د لسمې هجرۍ پېړۍ يو بل تاريخي صوفي شخصيت  بايزيد انصاريرح مشهور په پير روښانرح (٩٣١- ٣٢هـ / ١٥٢٥-٢٦ء) دے- د دۀ  تصوفي شخصيت او نظر د يو زبردست تصوفي تحريک رنګ واخيست چې ډېر څرګند علمي او نظري اساس لري- دۀ د خپل فکر او روحانيت  په زور ډېر د نظر خاوندان  پېداکړل- چې ښاغلے قلندر صاحب ورته “د منورينوډله” وائي-  د دوي “خېرالبيان” د پښتو ژبې او ادب وړومبےمعلوم او مستند کتاب دے- دغه  رنګ ارزاني خوېشکي (٩٢٦هـ – ١٠٢٨هـ) د دۀ فکر او فلسفه  په وړومي ځل  په  پښتو کښې په منظوم ډول وړاندې کړه- او په  دې  حواله  ارزاني خوېشکے د پښتو ژبې وړومبے د ديوان څښتن شاعر وګرځېد- دۀ  او د دۀ نورو هم مرشدو د تصوفي نظر په اسرارو او رموزو ښۀ مړه شاعري وکړه-  دوي  پښتو  ژبه  او ادب  په وړومبي ځل دعرفان او فلسفې د باريکيو سره اشنا کړل-  د پير بابا، پير روښان او د دوي د نورو خليفه ګانو نه علاوه چې کومو صوفيانو دغه دور سره  تعلق لرلو، د اخون دروېزه بابا په “تذکرةالابرار والاشرار”  کښې د هغو ذکر شوے دے-  دلته د دوي سخته غندنه شوې ده- د کفر او الحاد تورونه پرې لګېدلي دي- د دوي نومونه دا دي:- پير پهلوان، لال شهباز قلندر، پير طيب، پير ولي بړېڅ، کريم داد، شېخ الياس، ملا ميرو، شېخ ابراهيم، شېخ ميران سواتے، خليل روغانے،  شېخ مياخان، شېخ مير داد خېل، ملا عمر شلمانے، ملا رکن الدين، ملاعبدالرحمن، تاني مهمندزے، شېخ يوسف مهمند زے، سيد احمد بن ميرو، شېخ فريد، حاجي زري جان اوشېخ قاسم  غوريه خېل- “تذکرة الابرار الاشرار”  په دې صوفيانو کښې د پير روښان او ملاعمر سره سره په ځينو پيرانو لکه لال شهباز قلندر او ملا عبدالرحمن باندې ئې دا تورونه هم لګولي دي چې دوي  د پښتنو د باچاهۍ خوبونه ليدل- غالب ګل بابا (م ٩٦٩ هـ / ١٥٦٢ء) مست بابا (ز٩١٥ هـ / ١٥٠٩ء) بهادر بابا (ز١٥ رمضان المبارک ٩٤١ هـ /١٥٣٤-٣٥ء – م ١٠٢٧هـ / ١٦١٨ء) چې په ابک بابا مشهور دے، حضرت شېخ رحمکار کاکا صاحب (٩٨٣ هـ /١٥٧٥ء – م ١٠٦٣هـ / ١٦٥٣ء)، فقير بابا (ز ٩٦٦هـ / ١٥٥٨-٥٩ء – م١١٦٦هـ / ١٦٩٤- ٩٥ء) مرزا ګل بابا، حضرت شېخ رخ الدين صاحب (م ١٠٧٤هـ /١٦٦٣ – ٦٤)، ميا عبدالرحيم کوهاټ، شېخ علي ګل، حضرت شېخ ببر بابا (ز٩٩٨هـ /١٥٨٩ء) غوندې خټک اولياء هم ددې دور سره تعلق لري- د دوي نه علاوه حضرت اخون پنجو بابا (ز ٩٤٥هـ /١٥٣٨-٣٩ء – م٩٩٠هـ / ١٥٨٢ء) هم د دې دور سره تعلق لري


[1] :   امام ابوبکر ا لکلاباذی- تعرف(اردو)- ٤٢ مخ

[2]     عمر شها ب الد ين سهرودي – عوارف الما رف (اردو)  ١٠٠ مخ

[3] :- امام ابوبکر الکلاباذی- تعرف (اردو)- ٣٩ تا ٤٣مخونه

[4] :- خليق احمد نظامی- تاريخ مشائخ چست – ٥٢ مخ

[5] :- همدغه – ٥٢- ٥٣ مخونه

[6] :- همدغه – ٥٢- ٥٣ مخونه

[7] همدغه – ٥٢ – ٥٣ مخونه

[8] :- امام ابوبکر اکلاباذیرح – تعرف – ٣٧- ٣٩ مخونه

[9] :- سهروردي – عوارف المعارف  (اردو)  ٩٥ مخ

[10] :- همدغه   ٩٥ مخ

[11]  :- امام قشېري – رسا له قشېري ( اردو ) ٢٧ مخ

[12] :- سيد علي هجوېري -کشف المحجوب – ٤١مخ

[13] :- شهاب الدين شهرورديرح– عوارف المعارف- ١٠٩، ١١٠ مخ

[14] : – سيد علي هجوېري- کشف المحجوب ( فارسي )

[15] :- امام قشېري – رساله قشېريه- ( اردو ) ٤٣٠ مخ

[16]  :- همدغه

[17] :-  الکلا با زي – تعرف ( اردو ) ٤٣ مخ

[18] :- سهروردي – عوارف المعارف ( اردو) ٩٦ مخ

 [19] :- مفتي محمد شفيع –  معارف القرآن

[20] :-  امام قشېري- رساله قشېري ، ( اردو ) ٦٩ مخ

[21] : – امام قشېريرح – رساله قشېريه (اردو) ٤٢٨ مخ

[22] :- مولانه اشرف علي تهانوي _ شريعت اور طريقت – ٢٥٦ مخ

[23] :-  ابوالکلا م ازاد – ترجمان القران ( اول جلد)   ٩٩    مخ

[24] :- امام قشېري رح – رسالۀ قشېريه- ٣٢،٤٣١ مخ

[25] :- بخا ري شريف – کتا ب الر قا ق – با ب :- التواضع د نفلونو قرب (قرب نوافل) د تصوف اصطلاح هم ده د دې مطلب دا هم دے چې سا لک د بشري صفا تو نه فنا شي د جمعې د مقام په لور رجوع کوي او په الٰهي صفتونو نما نځلے کېږي په دې مقا م حق تعالٰى د خپل بنده باطن شي او د هغۀ ټول کا رونه د حق سبحانه د صفاتو په ذريعه د هغۀ نه صادريږي- د دې اصطلا ح سره بله اصطلاح “د فرايضو د قرب” (قرب فرايض) ده د دې اصطلاح مطلب دا دے چې سا لک خپله هستي او خودي د حق په ذات کښې فنا کړي د جمعې د مقام (مقام جمع) ته د رسېدو نه پس د فرق د مقام (مقام فرق) په لور نزول کوي د دې د پاره چې د تعليم او ارشاد سلسله جاري وساتي حق سبحانه د دې مقرب بنده په وسيله پخپل مخلوق رحمت نازلوي او د مخلوق حاجت روايي کوي-

[26] :- امام قشېري – رسالۀ قشېري (اردو)- ٤٢٩ مخ

[27] :- همدغه

[28] :- همدغه – ٤٢٨ مخ

[29] :- امام قشېري – رسالۀ قشېري (اردو)   ٤٣٢ مخ

[30] :- امام قشېري رساله قشېريه (اردو) – ٤٣١ مخ

[31] :- همدغه _  ٤٣٢ مخ

32:- مولانه عبدالماجد دريابادي(مترجم و مفسر) القران الحکيم

[33] :- همدغه

[34] :- قا ضي قېصر الاسلا م _ فلسفے کے بنيا دى مسا يل  _ ( اردو ) ٤١٠ مخ

[35]  :- علامه اقبا ل _ فلسفه عجم _ ١٥١ مخ

[36] :-   همدغه       _ ١٥٢مخ

[37] :- مفتی محمد شفيع  _ معارف ا لقرآن _ درېم جلد  –  ١٥٩-١٦٠ مخ

[38] – شا ہ ولی الله-  همعات-  اردو ترجمعه- له محمد سرور- ٤٤- ٤٥ مخونه

[39] : – علامه ډا کټر سر محمد اقبا ل _ قلسفه عجم ( اردو ترجمه ) مير حسن الدين _ ١٤٥،٤٦ مخونه

[40] : – مولانه اشرف علي تها نوي – اتشرف بمعر فة احا ديث التصوف –٣٦ مخ

[41] :- همدغه –  ٣٧ مخ 

[42]  :-  همدغه  ٤١ مخ

[43] :- مولانه اشرف علي تها نوي – اتشرف بمعر فة احا ديث التصوف  – ٤٣ مخ

[44] :-  همدغه   ٤٤ مخ

[45] :- مولانه اشرف علي تها نوي – اتشرف بمعر فة احا ديث التصوف  – ٤٤ مخ

[46] :-         همدغه  – ٣٩ مخ

 [47]:-  امام ابومحمدعبدالله – نزهته البساتين ( اردو ترجمه )- مولانه جعفر علي نګينوي –
 دوېم جلد – ١٥مخ

[48] : :-  مشکوة شريف – ( دوېم جلد)- کتا ب الد قا يق- درېم فصل- حد يث نمبر-٤٩٧٠/٤٥

[49] :- همدغه –  (اول جلد) “با ب ذکر الله عزوجل والتقر ب اليه” (فصل اول) حديث نمبر ٢١٥٩/٦

[50] :- علامه نواب محمد قطب الدين خان دهلوي- (مظاهرحق) مقدمه، حواشي او تخريج: له ډاکټر محمود الحسن عارف- ٣٩، ٢٣٨ مخونه

[51] :- مولانه اشرف علي تها نويرح – شريعت اور طريقت

[52] :- صحيح مسلم شريف – مترجم مع شرح نووي – ( شلږم جلد) اردو ترجمه له: مولانا وحيد الزما ن    ١٩٦،١٩٧ مخونه

[53] :-   همدغه   ١٩٨مخ

[54] :- خليق احمد نظا مي – تاريخ مشا يخ چشت –  ١٩ مخ

[55] :-  محمد صادق قصوري تذکره نقشبنديه خېريه  – تقريظ : مولانا مدرارالله مدرار- ٦١   مخ

[56] :-  شېخ محمد اکرام – رود کوثر ( طبع دوازدهم )  – ٣٨مخ  (پښتوترجمه)

[57]  :-  روحاني رابطه او تړون  _ قا صي عبدالحليم اثر_ ٤٤ مخ 

[58] :- علي محمد انصاري – تذ کير الانصار- ١٠٣ مخ

Similar Posts

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *